د لاس رسي وړ اتصالات

جلیلي: اوس یا د ایران د انتخاباتو وروسته خبرو ته حاضر یوو


د لویدځو قدرتونو سره د اټمي پروگرام په هکله د مذاکراتو لپاره دایران د حکومت مرکه چي سعېد جلیلی نن دپنجشنبی په ورځ اعلان وکړ چې ایران د خپل اټمي پروگرام په هکله د سترو قدرتونو سره هر وخت د مذاکراتو لپاره چمتو دی.

جلیلي وویل چې دامنیت د شورا دپنځو دایمي غړو او جرمني سره خبرې اوس او یا هم د ایران د جمهوري ریاست د ټولټاکنو وروسته چې بله میاشت به ترسره شي، ممنکنې دي.

په داسي حال کې چې دنړۍ قدرتونه غواړي چې ایران دي خام یورانیم نه غني کوي، سعید جلیلی د ایران پخوانۍ دریځ بیا تکرار کړ او وېې وېل چې ایران د یورانیمو د غني کولو حق لري.
جلیلي دا خبرې وروسته دهغې وکړلې چې د چارشنبې په ورځ یې په استامبول کې د اروپایي اتحاد د بهرنیو چارو د پالیسۍ د مشرې میرمن کاټرین اشټن سره وکتل او سترقدرتونو سره یې د دوهم ځلي مستقیمو مذاکراتو د امکاناتو په باب ورسره خبرې وکړلې.

سعید جلیلي پ د چهارشنبی په ورځ د ملگرو ملتونو د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې د سرمفتش هرمن نېکړس سره هم په جلا ډول ملاقات وکړ، خو ایران ته د اټمي انرژۍ د ادارې د مفتشانو د لېږو په باب کومه موافقه حاصله نه شوله.

امریکا او لویدیځ قدرتونه وایې چې ایران هڅه کوي چې په پټه اټمي وسلې جوړې کړي او دا چي باید مفتشانو ته اجازه ورکړي چې د دغه هیواد د پرچین اټمي مرکز څارنه وکړي.
XS
SM
MD
LG