د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د ترکیې سفیر احضار کړ


ایران په عراق کې د ترکیې د پوځي شتون سره مخالف دی
ایران په عراق کې د ترکیې د پوځي شتون سره مخالف دی

ایران د ترکیې د جمهور رئیس او د بهرنیو چارو د وزیر د څرگندونو په تړاو په تهران کې د ترکیې سفیر د بهرنیو چارو وزارت ورغوښتی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ترکیې سفیر د جمهور رئیس رجب طیب اردوغان او د بهرنیو چارو د وزیر مولود کاوسوگلو د څرگندونو په تړاو احضار کړی چې ایران یې د سیمې په بې ثباته کولو تورن کړی دی.

تهران او انقره په سوریه کې د جگړې د مخالفو اړخونو ملاتړ کوي. ایران د جمهور رئیس بشارالاسد د حکومت ملاتړی دی او ترکیه چې اکثریت ولس یې سني مذهبه دي، د سوریې د حکومت د یو شمیر مخالفینو ډلو ملاتړ کوي.

په عراق کې د ولسي تحریک قوماندانان چې اکثریت یې شیعه مذهبه دي او زیات شمیر یې د ایران له لورې روزل شوي دي په عراق کې د ترکیې د پوځي شتون سره سخت مخالف دي.

د ترکیې د انادولو د رسمي اژانس په وینا د یکشنبې په ورځ مولود کاوسوگلو د مونشن د امنیتي کنفرانس گډونوالو ته وویل چې ایران غواړي سوریه او عراق په شیعه دولتونو واړوي. ښاغلي کاوسوگلو همداشان ویلي چې ترکیه په منځني ختیځ کې د هر ډول بیلتون غوښتنې او سکتاریزم مخالفه ده او پر ایران یې غږ وکړ چې د سیمې بې ثباته کولو ته دې د پای ټکی کیږدي.

د مهر خبري اژانس په وینا د ایران د بهرنیو چارو وزیر بهرام قاسمي ددغو څرگندونو په غبرگون کې نن ویلي چې "مونږ به د هغوی د دریځونو په اړه زغم ولرو، خو صبر هم یو حد لري."

له بلې خوا د ترکیې د صدراعظم مرستیال او د حکومت ویاند د تاوتریخوالي په اړه رپوټونه بې اهمیته بللي او ویلي یې دي چې ایران او ترکیه دوست هیوادونه دي. د هغه په وینا کیدای شي توپیرونه موجود وي خو د نظریاتو اختلاف باید په دښمنۍ بدل نشي.

XS
SM
MD
LG