د لاس رسي وړ اتصالات

ایران وايي په ترکیه کې خبرو ته حاضر دی


ایران وايي په ترکیه کې خبرو ته حاضر دی
ایران وايي په ترکیه کې خبرو ته حاضر دی

د ایران یو جگ پوړئ چارواکئ وایی د دی احتمال شته چی د خپل اټومی پروگرام په اړه دا ځل د مذاکراتو بل دور ته په ترکیه کی حاضر شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر منوچهر متکي نن په تهران کی خبریالانو ته وویل چی ایران د ترکي چارواکیو سره په تماس کی دئ او هیله من دی چی د دی مذاکراتو داجندا او وخت په اړه ډیر ژر پریکړه وشي.

د جرمني په شمول د ملگرو ملتونو د امنیت شورا پنځه دایمی غړي په دی هڅه کی دي چی مذاکرات د سره پیل شی ، دا مذاکرات د یوه کال نه زیاته موده کیږی چی په ټپه دریدلي دي.

په دی وروستیو وختونو کی د اروپایی اتحاد د خارجی پالیسیو ریسی کترین آشتن داسی وړاندیز کړی و چی دایرانی چارواکیو سره په ویانا کی درۍ ورځني مذاکرات وکړي چی د نوامبر په دریمی نیټی به پیل شوي وای .

ایرانی چارواکیو په رسمی توگه په دی اړه کومه موفقه نه وه کړی.

امریکا او لویدیځ ملکونه په ایران تور لگوی چی غواړی اټومی وسلی تر لاسه کړی ، خو ایران دغه تورنه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG