د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران او ترکیې ولسمشرانو د کړکیچ د کمولو په مقصد سره وکتل


په اسلام آباد کې د ایران او ترکیې د جمهورو رئیسانو لیدنه کتنه
په اسلام آباد کې د ایران او ترکیې د جمهورو رئیسانو لیدنه کتنه

د ایران ولسمشر حسن روحاني او د ترکیې ولسمشر طیب اردوغان د چارشنبې په ورځ موافقه وکړه چې د ترهگرۍ ضد مبارزې په گډون خپلمنځي اړیکې ښه کړي.

د ایران دولتي اژانس ایرنا وايي اردوغان او روحاني د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو د سازمان د غونډې په ترڅ کې سره وکتل چې په اسلام آباد کې جوړه شوی ده، خو دغه اژانس د دواړو مشرانو ترمنځ د خبرو جزییات نه دي په ډاگه کړي.

د ایران او ترکیې ترمنځ دا موافقه په داسې حال کیږي چې دا دواړه هیوادونه په سیمه کې سره په سیالۍ بوخت دي.

د رویترز اژانس لیکي چې د سوریې په جگړه کې تهران او انقره د مخالفو اړخونو ملاتړ کوي. ایران د بشارلاسد د حکومت ملاتړی دی او ترکیه د سوریې د حکومت د مخالفو ډلو پلوي کوي.

تیره اونۍ د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ترکیه یوه ناشکره گاونډۍ وگڼله او وویل "ترکیه مونږ په فرقه پالنه تورنوي، خو دا یې په یاد نه دي چې مونږ د کودتا په شپه بیده نشو."

تیره میاشت ښاغلي اردوغان او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوشوگلو دواړو ایران د سوریې او عراق په بې ثباته کولو او فرقه پالنې تورن کړ چې دې کار تهران دې ته وهڅاوه چې خپل سفیر له انقرې څخه هیواد ته وروغواړي.

د سیمه‌ ییزې اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) مقدماتي غونډه د سه شنبې په ورځ پيل شوه او نن د چارشنبې په ورځ په کې د غړو هیوادونو او حکومتونو مشرانو ګډون وکړ.

افغانستان چې ددې سازمان غړی دی پریکړه یې کړې ده چې په اسلام‌آباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخیلوال په دې غونډه کې د افغانستان استازیتوب وکړي.

XS
SM
MD
LG