د لاس رسي وړ اتصالات

ایران او د ملګرو ملتونو د اټمي چارو موسسه به بله هفته بیا سره وګوري


ایران او د ملگرو ملتونو د ذروي چارو مؤسسې په ویانا کي خپلي دوې ورځنۍ خبري ختمی کړي او دا موافقه یې کړې ده چي بله هفته به بیا سره وگوري او په هغو نړیوالو اندیښنو باندي به خبري وکړي چي د ایران د ذروي پروگرام له کبله راپیدا سوي دي.

د ملگرو ملتونو او ایران د مرکچیانو د هیاتونو مشرانو پرون د سه شنبې په ورځ وویل چي دواړي خواوي به بله غونډه ددې راتلونکي دوشنبې په ورځ په

ویانا کي وکړي. د نړۍ والي اټومي انرژۍ د موسسې د مفتشانو د هیات رئیس

( هیرمان نکا یرتس ) وویل چي د ایراني چارواکو سره یې گټوري خبري کړي دي او ددغو خبرو « زیاتره توجه دې ته وه چي د ایران ذروي پروگرام خو به نظامي ساحوته نه ورغځول کیږي.»

د ملگرو ملتونو د اټومی انرژۍ په مؤسسه کي د ایران آستاځي ( علي اصغر سلطاني ) په ویانا کي دا خبري گټوري وبللې او ویې ویل چي د بلي هفتې د خبرو هدف دادی چي ددې مسالې نتیجه معلومه سي.

XS
SM
MD
LG