د لاس رسي وړ اتصالات

ایران په ځینو تحصیلي رشتو بندیز لگولی


ایران په ځینو تحصیلي رشتو بندیز لگولی
ایران په ځینو تحصیلي رشتو بندیز لگولی

د ايران حکومت د پوهنتونو په ځینو علمي پروگرامونو او رشتو باندې یو لړ و محدودیتونه لگولي دي.

په پوهنتونونو کې د هغو رشتو په تدریس او زده کړه باندې قیودات لگول شوي دي چې د ایران د مشرانو په نظر د لویدیځ په لورې زیات تمایلات د شاگردانو په فکر کې را پیدا کوي.

د ایران د پوهنې د وزارت یوه لوړ رتبه مقام ابو الفضل حسني ایراني مطبوعاتو ته پرون وویل چې پوهنتونونه به نوره اجازه ونه لري چې د اجتماعي علومو په دولسو رشتو کی تدریس وکړي. چې په دې کې د بشري علومو، حقوقو او ښځو د چارو رشتې هم شاملې دي.

ابوالفضل وویل چې حکومت به ددغو دولسو رشتو موجوده تعلیمي نصاب په غور او دقت مطالعه کړي او بیا به خپله فیصله عملي کړي.

د اجتماعي علومو په کومو رشتو باندې چې قیودات لگول شوي دي په هغو کې حقوق، اداره، روانشناسي، فلسفه او سیاسي علوم شامل دي.

مخکې د ایران ستر مذهبي مشر ایت اله خامینايي د پوهنې د وزارت د مامورانو نه غوښتلي و چې په هغو علمي رشتو باندې باید ځینې قیودات ولگوي چې د دین او مذهب په اړه د شاگردانو یقین ته تاوان رسوي او په زړونو کې یې شکوک راپیدا کوي.

د ایران د حکومت رسمي ارقام ښيي چې فعلا په ټول هېواد کې د درې عشاریه پنځو میلونو شاگردانو د جملې نه یې دوه میلونه شاگردان بشري او اجتماعي علومو په رشتو کې درس لولي.

XS
SM
MD
LG