د لاس رسي وړ اتصالات

اېرانېانو دامرېکا د سفارت د 1979 کال اشغال ولمانځه


اېرانېانو دامرېکا د سفارت د 1979 کال اشغال ولمانځه
اېرانېانو دامرېکا د سفارت د 1979 کال اشغال ولمانځه

اېرانېانو نن د جمعې په ورځ دامرېکا ضد شعارونه ورکړل؛ د خلکو بهېر په 1979 م کال کې دامرېکا د سفارت نېول ولمانځل. ېوشمېر مظاهره چیان د تهران په هغه ځاې کې راټول شول چې پخوا پکښې دامرېکا زوړ سفارت واقع و. اېرانېان اوس دغه ځای ته د جاسوسۍ ځاله وايي.

د اېران دولتي خبري اژانسونه وايي ېوشمېر مظاهره چېانو له دغې کلنۍ لمانځنې نه دا گټه هم واخېستله چې د عرب سپرینگ ېا دعربو د پسرلي په نامه له مظاهرو سره پېوستون او ملاتړ څرگند کړي. دعربو پاڅون چی په ټول منځني ختېځ او شمالي افرېقا کې خپور شوېدی، اقتصادي او سېاسی اصلاحات غواړي. پردی سر بېره ېوشمېر برخه والو " د وال سترېت اشغال کړئ " په نامه مظاهره چېانو سره چې په امرېکا کې د اقتصادی اصلاحاتو لپاره مبارزه کوی ، خپل ملاتړ څرگند کړ.

په 1979 م کال کې ېو شمېر شاگردانو په اېران کې دامرېکا پرسفارت باندی برېد وکړ. هغوي 52 امرېکا ېان تر ېوکال پوري برمته کړل چی د امرېکا پرپالېسو باندی اعتراض وکړي.

دهمدغی پېښې له امله امرېکا دېته اړشوله چې له تهران سره خپلې دېپلوماتېکی اړېکی وشلوي.

په دا اوس وخت کې هم د امرېکا اواېران ترمنځ جنجال روان دی څه موده مخکي د امرېکا د حکومت له خوانه اعلان وشو چې ایران ېوه دسېسه ېې جوړه کړې وه چې د سعودي عربستان سفېر پکې ووژل شي ، خو اېران بیا دغه تورونه رد کړل او له امرېکا نه ېې وغوښتل چې له دوي نه بخښنه وغواړي.

XS
SM
MD
LG