د لاس رسي وړ اتصالات

له امریکا سره د اړیکو د سمون لپاره د ایران شرط


ایران او امریکا دواړو د اتومي پروگرام د موافقې پر موادو باندې ټینگار کړی دی.
ایران او امریکا دواړو د اتومي پروگرام د موافقې پر موادو باندې ټینگار کړی دی.

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني ویلي دي چې د ایران او نړۍ د ځواکمنو هیوادونو ترمنځ اتومي موافقه کیدای شي د تهران او واشنگټن ترمنځ د ښو اړیکو او د دواړو هیوادونو په پلازمینو کې د سفارتونو د پرانستلو سبب شي. خو د هغه په وینا ددې ټولو کونجي د امریکانو په لاس کې ده.

ښاغلي روحاني ایټالیا ته د سفر په درشل کې د یوې ایټالوي ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د بیا پیل کیدو دمخه باید له ایرانیانو څخه بخښنه وغواړي.

ښاغلی روحاني وویل "هغوی [امریکایان] باید خپلې پالیسۍ بدلې کړي، هغه اشتباه گانې یې چې په تیرو ٣٧ کالو کې کړي اصلاح کړي او د ایران له ولس څخه بخښنه وغواړي نو وضیعت به بدل شي او ښه کارونه به ترسره شي."

د ایران او متحده ایالاتو اړیکې په ۱۹۷۹ کال کې وروسته له هغې کړکیچنې شوې چې ٥٢ امریکایان یرغمل ونیول شول او نژدې یو کال په تهران کې د امریکا په سفارت کې بندیان وساتل شول. د ایران اتومي هڅو په تیره یوه لسیزه کې دا اړیکې نورې هم خړې پړې کړې.

د هغې اتومي معاملې له مخې چې د جولایی په میاشت کې د نړۍ د شپږو ځواکمنو هیوادونو او ایران ترمنځ وشوه ایران باید خپل اتومي پروگرام د لویدیځ له لورې د بندیزونو د لېرې کولو په بدل کې محدود کړي.

ښاغلي روحاني ویلي دي چې که دغه موافقه سمه پلې شي، د امریکا د متحده ایالاتو سره د کړکیچ راکمیدو ته به زمینه برابره کړي او د یو نوي فصل پیل ته به شرایط رامنځ ته کړي.

خو ښاغلي روحاني خبرداری ورکړ چې که امریکایان په دې توافق کې په خپلو ژمنو وفا ونه کړي په یقین سره چې د دواړو هیوادونو اړیکې به د پخوا په څیر سړې او کړکیچنې پاتې شي.

د امریکا متحده ایالاتو پر ایران باندې د یو شمیر لږیدلو بندیزونو راکمول په مشروطه توگه تصویب کړي دي خو امریکایي مقاماتو دا هم ویلي دي چې دغه بندیزونه به تر هغه لغوه نه شي چې ایران په اتومي توافق عمل نه وي کړی.

ښاغلی روحاني چې یو میانه رو سیاستوال دی په ٢٠١٣ کال کې د اصلاحاتو د رامنځ ته کولو په ژمنه واکمنۍ ته ورسید، خو منتقدین هغه په لږ کار کولو تورنوي. ښاغلی روحاني ددې انتقادونو په ردولو سره وایي چې اجرائیه قوه په ځانته ځان ټول شیان نه شي حل کولای. هغه ویلي دي چې مقننه او قضائیه قواوی باید هم همکاري وکړي.

ښاغلی روحاني د ایران د جمهور رئیس په توگه اروپا ته د خپل لومړني سفر په ترڅ کې د نومبر په ١۴ او ١٥ د ایټالیا د صدراعظم او سوداگریزو چارو له مشرانو او د پاپ فرانسیس سره لیدنې کتنې وکړي. ټاکل شوې چې ښاغلی روحاني به د نومبر په ۱۶ او ۱۷ د فرانسوي مشرانو سره د خبرو لپاره پاریس ته لاړ شي.

XS
SM
MD
LG