د لاس رسي وړ اتصالات

خامنه یي: ایران له خپل اټمي حق څخه نه شاته کیږي


په ژنیو کې د ایران او شپږو ځواکمنو هیوادونو غونډه
په ژنیو کې د ایران او شپږو ځواکمنو هیوادونو غونډه

تمه ده چې دا خبرې به یوې داسې موافقې ته په رسېدو متمرکزې وي چې ایا ایران د لوېدیځ د بندیزونو د کمېدو په وړاندې د شپږو میاشتو لپاره حساس اټمي فعالیتونه ځنډوي او که نه.

ټاکل شوې ده چې د ایران او د نړۍ شپږ ځواکمن هېوادونه به نن په ژینو کې د ایران د اټمي پروګرام په اړه د خبرواترو نوی او دویم پړاو پیل کړي. د ایران روحاني مشر ایات الله علی خامنه يي وایي ایران به خپل د اتمي حق نه په شا نشي.

ښاغلي خامنه یي زیاته کړه «دا یو دروند مسولیت دی. حکوت او چارواکې زمونږ ملاتړ ته اړتیا لري. دا د معاملې یوه مهمه برخه ده. خو د معاملې بله مهمه برخه چې زه په ټینگار کوم هغه د ایران د اتومي حقونو په گډون د ایراني ملت حقونه دي چې باید خوندي شي.»


موافقه به وشي؟
د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما وایي کیدای شي نن په ژینو کې د تهران د اټمي پروگرام په سر د دویم پړاو خبرو اترو په پای کې د ایران او شپږو لویدیځو هیوادونو تر منیځ موافقه ونشي.

جمهور رئیس اوباما پرون سې شنبې د ایران او د شپږو هیوادو ترمنځ د خبرو اترو په وضعیت د وال ستریت ژورنال د ورځپانې له خوا جوړه شوې یوې غونډې کې خبرې وکړې.

ښاغلي اوباما دې غونډې ته څو ساعته وروسته له هغه وینا وکړه چې له هغو سناتورانو نه ېې چې پر ایران باندې د نورو بندیزونو د لگولو په لټه کې دي، د بندیزونو د ځنډولو غوښتنه کړې وه.

هغه وویل په دې وخت کې مهمه ده چې انتظار وایستل شي او ولیدل شي چېد ایران له لویدیځ سره موافقې ته د رسیدو دپاره جدي دی او کنه. ښاغلي اوباما وویل:


«هغه څه چې زه نه یوازې اسراییلانو، د کانگرس غړو او نورې نړیوالې ټولنې ته بلکې ایرانیانو ته هم وړانډیز کوم، هغه دا ده چې راځئ دا وړاندیز وگورو او و ازمېیو چې د راتلونکو شپږو میاشتو په ترڅ کې په داسې حال کې چې اصلي بندیزونه ساتو، مونږ دا د دیپلوماتیکو لارو چارو حل کولای شو.»

د جمهور رئیس اوباما سره د لیدنې نه ورسته جمهوري غوښتونکی سناتور باب کراکر خبریالانو ته وویل؛ اوباما له سناتورانو وغوښتل چې د بندیزونو لگول د یوې مودې لپاره وځنډوي. هغه زیاته کړه:

«فکر کوم د ابتدایي معاملې جزئیات بیا هم داسې دي چې زه ځیني اضافي پوښتنې پکې لرم او زه به په دې هکله د بهرنیو چارو وزیر جان کېري او نورو سره په راتلونکو څو ورځو کې خبرې وکړم. خو د جمهور رئیس سره دا ملاقات د ستاینې وړ او د معاملې په هکله مو درک ډیر شو.»


د یورانیم بډایه کول
امریکا او د هغه ملگري په دې باور دي چې ایران د اټمي وسلو د جوړولو په لټه کې دی، خو ایران تل ټینگار کوي چې د هغه اتمي پروگرام د سلویزو موخو د پاره ده.

د ایران روحاني مشر ایات الله خامنه یی په فرانسې نیوکه کړې ده چې د هغه هیواد جمهور رئیس فرانسوا هولاند د یکشنبې په ورځ اسراییل ته ډاډ ورکړ چې فرانسه به په ایران باندې د اقتصادي بندیزونو د لرې کولو سره تر هغه پورې مخالفت وکړي چې تهران خپل هر ډول اټمي فعالیت څخه لاس واخلي.

په همدې حال کې د فرانسې د بهرینو چارو وزیر لاورن فیبو هم د ایران د دریځ نه ډاډمن ندی او غوښتنه يي کړې ایران باید اراک ښار کې د پلوتونیم په بټۍ کې روان کار ودروي.

بل خوا امریکا د بهرنېو چارو د وزارت وېاندې جین ساکي وویل په ژینو کې هر ډول موافقه به ایران ته امتیاز قایل شي. میرمن ساکي زیاته کړه

«هیځ څوک، نه امریکا، نه فرانسه او نه د پنځو جمع یو هیوداونو کوم غړی، په داسې یوې معاملې باندې موافقه وکړي چې په هغه کې د ایران د یورانیمو د غني کولو ذخیرې، د ایران د سنترفیوژونو، د پلاتونیمو څارل، پوره شفافیت او د څارنې په زیاتوالې باندې خبرې په کې نه وي شوي.»


په ژنیو کې د ایران اټمي پروگرام په سر خبرې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:39 0:00
د لوېدیځ شپږ ځواکمن هیوداونه له ایران نه غواړي چې د شل فیصده په کچه د غلیظو یورانیمو غني کول ودروي. په داسې حال کې چې ایران د نړیوالې ټولنې نه د کلکو بندیزونو د لیرې کیدو غوښتنه کوي چې د هغه هیواد اقتصاد ته ېې سخت تاوان رسولی دی.
XS
SM
MD
LG