د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: امریکا دي خپل شواهد د سعودي د توطعې په هکله وړاندي کړي


ایران: امریکا دي خپل شواهد د سعودي د توطعې په هکله وړاندي کړي
ایران: امریکا دي خپل شواهد د سعودي د توطعې په هکله وړاندي کړي

ایران وايي چې دې ته چمتو دی چې هغه ادعاګانې وڅیړي چې وايي ایران هڅه کوله چې په امریکا کې د سعودي عربستان سفیر ووژني.

د ایران حکومتي تلویزون ایرنا نن د دوشنبې په ورځ وویل چې د ایران د باندنیو چارو وزیر علي اکبر صالحي د امریکا نه غوښتي دي چې ایران ته دي د پېښې په تړاو ټول شواهد او اسناد وړاندي کړي.

د یادونې وړ ده چې ایران د امریکا تورونه ردوي. پرون د یکشنبې په ورځ ددغه هیواد ستر مذهبي مشر آیت الله خامینيي خبرداری ورکړ چې د امریکا له خوا هر ډول سیاسي او امنیتي اقدام به د ایران د غبرګون سره مخامخ شي.

هغه دغه راز دا وویل چې د امریکا دغه راز ادعاګانې په اصل کې یوه هڅه ده چې د خلګو پام د امریکا کورنيو مالي ستونزو او لاریونونه نه بلي خوا ته واړوي.

دغه راز د یکشنبې په ورځ د ایران جمهور ریْس محمود احمدي نژاد وویل چې ایران متمدن خلګ دي او د خلګو وژلو ته هیڅ اړتیا نلري.

په عین حال کې د استخباراتو په برخې کې د امریکا یوه جګپوړي سناتورې ډاین فاینشتین د یکشنبې په ورځ د فاکس خبري آژانس ته وویل چې د امریکا سره داسي شواهد شته چې په توطعه کې د ایران د سپاه قدس لاس لرل ثابتوي.

نوموړې زیاته کړه چې په دې کې هیڅ شک نشته چې د ایران سپاه قدس د څو خونړیو تروریستي عملیاتو مسولیت لري.

د جمعې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت نطاقې ویکتوریا نولند وویل چې واشنگتن ددغې توطعې په هکله د ایراني مامورینو سره مخامخ خبري کړیدي. میرمن نولند خبریالانو ته وویل، ددې خبرو موخه دا وه چې دا په واضح توګه په ډاګه شي چې امریکا دغه ډول سلوک او د نړیوالو قوانینو نه سرغړونه نه ځغمي.

تیره سې شنبه، د امریکا د عدلیې وزارت اعلان وکړ چې په امریکا کې یی د ایرانیانو توطعه ، چې د سعودي عربستان سفیر عادل ال ووژني، شنډه کړې ده.

XS
SM
MD
LG