د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په ایران د نویو بندیزونو لپاره چمتوالی نیسي


امریکا په ایران د نویو بندیزونو لپاره چمتوالی نیسي
امریکا په ایران د نویو بندیزونو لپاره چمتوالی نیسي

دامرېکا متحده اېالات دېته چمتو کېږی چې اېران د نوېو او سختو بندېزنو په څپېړه ووهي. دامرېکا ېوه جګپوړه چارواکی ووېل چې تهران اوس تر پخوا په بې سابقې ډول ځاې ېوازې احساسوی.

دامرېکا دغه چارواکی د نوم نه اخېستلو په شرط، د جمعی په ورځ ناوخته خبری کولی. هغه ووېل نوي بندېزونه ددوشنبی ترورځې پورې راڅرګندېدلی شی او داېران د پېټرو کېمېاوي صنعت ېې په نښه کړېدی.

هغه ووېل چې دانوي بندېزونه خارجی کمپنی له دېنه اېساروي چې داېران د تېلو د تصفېې په کمپنېو کې پانګه ولګوی. دغه چارواکی ووېل هغه کمپنی چې له دغه قانون نه سرغړونه وکړی هغوی به دامرېکا مارکېټ ته لاسرسی ونه لری.

دامرېکا د ملی امنېتی سلاکار ټام ډانېلن ووېل چی اېران ترپخوا ډېر منزوي شوېدی. ټام ډانېلېن داخبری هغه په اندونېزېا کې وکړلی چې دامرېکا له جمهوررئېس براک اوباما سره ېې ېوځای سفر کاوه. دامرېکا دملی امنېت سلاکار ووېل دامرېکا په څېر روسېه او چېن هم غواړی داخبره ېقېنی کړی چې اېران اټومی وسلی جوړی نکړی.

نور تفصېل :

دملګرو ملتونو داتمی انرژی نړېوالی اداری پرون د جمعی په ورځ پریکړه وکړه چی دایران داتمی فعالیتونو په باره کې ژوره او مخ په زیاتیدونکی اندیښنه لري .

داتمی انرژی دبین المللی ادارې پنځه دیرش کسیزه مدیره هیآت پرون دجمعی په ورځ دغه پریکړه په وېانا کې تصویب کړه . ددغې پریکړی مهم محتویات په لاندی ډول دی:

په دغه پریکړه کې دتهران داتمی پروګرام په ارتباط دنا حل شویوموضوعاتواو داحتمالی اټومی وسلو دجوړولو په باره کې ژوره او زیاتیدونکی اندیښنه څرګنده شویده.

په دغه پریکړه کې پدی ټینګار شویدی چې دایران او ددغې اداری لپاره دا ضرور ده چې ددغه جنجال په سر خپلی خبری چټکی کړی.

په دغه پریکړه کې له ایران نه غوښتل شویدی په بشپړتوګه او بی له ځنډنه خپل هغه مسؤلیتونه سرته ورسوی چې دملګرو ملتونو دامنیت شورا او داتمی انرژی دبین المللی اداری په مقابل کې ئې لری.

په پریکړه کې له ایران دا هم غوښتل شویدی چې په داسی خبرو کې په جدی توګه او بی له قید او شرط نه برخه واخلی چې بین المللی باور پیدا کړای شی چې ددغه هیواد اتمی پروګرام دسوله ایزو مقاصدو لپاره دی.

دغه پریکړه یوه هفته وروسته له هغې تصویب شوه چې دغې اداری ویلی و، باوری شواهد لری چې ایران کوښښ کوی اتمی وسلی جوړی کړی. یوازی کیوبا او ایکوادورددغې پریکړی په خلاف رایه ورکړه ، په داسی حال کې چې اندونیزیا په رائې ګیری کې برخه وانه خیستله .

امریکا او دنړۍ نورو پنځو قدرتونو بریتانیه، چین،المان او روسېه ددغې پریکړی مسوده برابره کړی ده چې هغو اندیښنوته پکې غاړه ایښودل شویده چې چین او روسېې څرګندی کړیدی . دغو دواړو هیوادونو تهران ته دنرم ځواب ویلو غوښتنه کړیده .

په دغه پریکړه کې دا ندی ویل شوی چې ایران دی دملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندی شی یائې نیټه نده معلومه شوی چې تهران دی دغې اداری ته اضافی معلومات ورکړی.

دایران داتمی انرژی دبین المللی اداری ردکړاو وائې، اتمی پروګرام ئې دسوله ایزو مقاصدو لپاره دی.

XS
SM
MD
LG