د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران نوي ډیپلوماتیکي مانورې څه معنی لري؟


د ایران نوی ولسمشر حسن روحاني په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې مخکي ډیپلوماتیکي هلې ځلې پیل کړي دي. د چارو د کارپوهانو په نظر دې هلو ځلو نوي هیلې پیدا کړي دي چې ښايي د ایران د اټمي پروګرام په هکله د خبرو تازه موقع ترلاسه شي.

ولسمشر حسن روحاني د خپلو ورستیو څرګندونو په لړ کې داسي ذهنیت خلق کړی دی چې ګوني ایران د جدي ډیپلوماسۍ دپاره آماده دی. د ایران ولسمشر په دې ورستیو کې داسي نښه نښانې ښودلي دي چې غواړي چې د لویدیځ سره اړیکې ښې کړي.

ښاغلي روحاني د ان بي سي تلویزوني چینل ته وویل چې هیواد به یې هیڅکله اټمي وسلې جوړې نکړي. بله مهمه خبره دا ده چې نوموړي دا هم وویل چې د لویدیځ سره د ایران د جنجالي اټمي پروګرام په هکله د معاملې صلاحیت لري.

ښاغلیْ روحاني وايي چې هغه غواړي چې چټک اقدام وکړي. ،،د ایران د اټمي پروګرام په هکله زه به دا ووایم چې مونږ غواړو د یوې چټکي قطعنامې د حاصلولو پر لوري مزل وکړو چې پر نړیوالو معیارونو برابره وي.،،

د ایران ولسمشر د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ څو ورځې مخکي څرګندونې کړي دي.
د واشنګټن انسټیټوټ د څیړنیز مرکز څخه پاتریک کلاسن داسي وايي ،،هغه ډیرې ګرمې هلې ځلې پيل کړي دي او په دې کې به ښايي ډیر بریالی او موثره هم وي ځکه هغه پوهېږي چې د لویدیځوالو سره څنګه چلند وکړي.،،

د یادونې وړ ده چې په دې ورستیو اونیوو کې ایران د یهودانو د نوي کال په مناسبت په ټویټرس کې د مبارکۍ پیغامونه خپاره کړل.

ایران امیدواره کونکي اقدامات پیل کړي

د ایران نوي ولسمشر په یو لړ امیدواره کونکو اقداماتو باندي لاس پوري کړ. د اټمي پروګرام په هکله یې د مذاکراتو مسولیت د محافظه کارانو نه واخیستی او د هیواد د باندنیو چارو وزارت ته یې وسپاری. همدا راز یې یو شمیر سیاسي بندیان آزاد کړل او د امریکا د ولسمشر بارک اوباما سره یې لیکونه تبادله کړل.

تر ټولو مهمه دا ده چې د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي لا داسي نښې ښانې څرګندې کړي دي چې هېواد یې د ډیپلوماسۍ دپاره چمتو دی. هغه داسي وویل:،،مونږ په ډیپلوماتیک اړخ کې د سمو او منطقي اقداماتو د ترسره کولو سره مخالفت نلرو. که چیري دا اقدامات د نړۍ د ډیپلوماسۍ په برخه کې وي او یا که د داخلي سیاست په هکله وي. زه په هغه څه باور لرم چې څو کاله مخکي ورته ،،انحطاف پذیره اتلوالي،، وویله شوه او زه په ځینو مواردو کې دغه راز نرمښت او انحطاف پذیري حیاتي ګڼم.،،

ایران د سختو اقتصادي مشکلاتو سره مخ دی

داسي ښکاري چې ایران د څو ځلي اقتصادي بندیزونو له کبله اوس د ستونزو سره مخامخ دی. د ایران سکې سم نیمايي ارزښت له لاسه ورکړی دی او د تیلو صادرات یې هم د پام وړ په اندازه راکم شوي دي.

خو د اټمي پروګرام په چوکاټ کې په دوامداره توګه یورانیم غني کوي. ایران وايي چې اټمي بټۍ یې د سوله ایزو مقاصدو لپاره دی. خو لویدیځ او اسرایل بیا په دې باور دي چې ایران په دې پلمه غواړي چې اټمي وسلې جوړي کړي.

د سپینې ماڼۍ چارواکي وايي چې تراوسه پوري د ولسمشر اوباما او د ایران د ولسمشر ترمنځ کوم لیده کاته نه دي تعین شوي. خو د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني وویل چې ولسمشر اوباما خبرو ته آماده دی. هغه داسي وویل ،،د ولسمشر په توګه هغه به د ایراني پلاوي سره دوه اړخیزې خبرې وکړي که چیري ایرانیان په جدي توګه د نړیوالې ټولنې اندېښنو ته پاملرنه وکړي او خپل د اټمي وسلو جوړول بند کړي.،،

که ایران د مذاکراتو میز ته راهم شي، د چارو کارپوهان وايي چې د لویدیځ سره به یې خبرې مشکلې وي. د واشنګټن د څیړنیز انسټیټوټ څخه پتریک کلاسن بیا وايي چې پوښتنه دا ده چې آیا ،،مونږ یوې داسي موافقې ته سره رسېدلای شو چې هم د اټمي پروګرام په برخه کې د ایران غوښتنې پرځای شي او هم ایران ونشي کړای چې اټمي وسلې جوړې کړي.،،

ټاکل شوې چې د ایران ولسمشر حسن روحاني به راتلونکې اونۍ په ملګرو ملتونو کې د وینا ترڅنګ په امریکا کې د یو شمیر تلویزوني چینلونو سره هم مرکې وکړي.
XS
SM
MD
LG