د لاس رسي وړ اتصالات

ایران:د امریکا سره د کلونو تربګڼي په یوه ټلفون نه ختمېږي


ایران د خپلو ځینو سخت دریځو خلکو د ډاډګیرنې دپاره ویلي دي چې د ایران او امریکا د ولسمشرانو ترمنځ ټیلفوني خبرې د دې معنا نه لري چې ګني د دواړو ملکونو ترمنځ مناسبات به ډیر ژر ښه شي.

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس ارغچي ویلي دي چې د ایران او امریکا ترمنځ د کلنو کلنو تربګني د یو ټیليفون په کولو نه ختمیږي. د ښاغلي ارغچي د خبرو مخاطب د ایران سخت دریځه ډلې او د پاسداران انقلاب مشران وو چې د امریکا سره د اړیکو د سمیدو په لور اخیستل شویو ګامونو سره جوړ نه دي.

ارغچي د ایران د روحاني مشر ایت الله خامنه يي هغه وینا هم یاده کړې چې وايي دی د امریکا سره د اړیکو د ساتلو خلاف نه دی خو دومره خوشبینه هم ورته نه دی. ښاغلي خامنه يي د ایران د ولسمسشر روحاني ته اجازه ورکړې چې په جینوا کې د نړیوالو سره د خپل اټمي پروګرام په سر خبرې وکړي او د امریکا سره د خپلو اړیکو ساحه پراخه کړي.

د ولسمشر اوباما او ولسمشر روحاني ترمنځ شویو ټیلفوني خبرو باندې هم ډیرو ایراني مشرانو اعتراض کړیدی او د بیرته ستنیدو په وخت یې احتجاج کړی دی.

عراق هم وايي چې ایران فرصت لري چې امریکا سره اړیکې ښې کړي

په عین حال کې دعراق د بهرنیو چارو وزیر هوشیار زیباري د شنبې په ورځ وویل چې د ایران نوی حکومت چې ولسمشر حسن روحاني یې مشرتوب کوي د ایران اوامریکا په تیر 34 کلن تاریخ کې بهترین فرصت لري چې له امریکا سره اړیکې ښې کړي او د ایران حکومت په دې برخه کې پوخ عزم لري.

هوشیار زیباري د یکشنبې په ورځ د اې پي خبري اژانس ته وویل چې دی د پردې شاته کار کوي چې دسوریې مختلفې ډلې د نومبر له کنفرانس نه مخکي سره یوځای کړي چې د سولې په خبرو کې برخه واخلي. نوموړی غواړي چې په دې توګه د ایران اوامریکا اړیکې هم له یوبل سره عادي حالت ته راشي.

هوشیار زیباري وویل چې دملګروملتونو سرمنشي بان کیمون ورته ویلي چې پکارده د سوریې مخالفې ډلې له یوه هیئت سره او له یوه موقف سره ملګرو ملتونو ته راشي.
XS
SM
MD
LG