د لاس رسي وړ اتصالات

سپينه ماڼۍ: جمهوري غوښتونکي ایران سره خبرې نه غواړي


جاش ارنست د سپینې ماڼۍ ویاند

جاش ارنست د سپینې ماڼۍ ویاند

سپینې ماڼۍ په یو شمیر جمهوري غوښتونکو سناتورانو تور لګولی چې غواړي د ایران د اټومي پروګرام پر سره په خبرو کې ستونزې پیدا کړي.

سپینې ماڼۍ دغه تور وروسته له دې نه لګولی دی چې ۴۷ سناتورانو ایران ته د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د اټومي پروګرام پر سر هر ډول معامله به د اوباما د ولسمشرۍ تر پایه دوام وکړي او بس.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ خبریالانو ته وویل چې دا چې سناتورانو ایران ته لیک لیږلی دی دا څرګندوي چې دوی غواړي چې د ایران د اټومي پروګرام په سر په خبرو کې ستونزې پيدا کوي.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما په هغو ۴۷ جمهوري غوښتونکو سناتورانو انتقاد کړی. هغه په سپینې ماڼې کې خبریالانو ته وویل چې داسې ښکاري چې جمهوري غوښتونکي سناتوران غواړي چې د ایران د «سختدریځو» سره هم نظره وښيي. هغه وویل چې «دا یو غیرمعمولي ایتلاف» دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم د جمهوري غوښتونکو پر لیک باندې اعتراض کړی دی او ویلي یې دي چې لیک «هیڅ کوم قانوني ارزښت نه لري او تر ډیره د تبلیغاتو د وسیلې په توګه استعمال شوی.»

هغه وویل چې که چیري د په ۲۰۱۷ کال کې د امریکا نوې اداره د ایران سره موافقه لغوه کړي، نو دا به د «نړیوالو قوانینو نه ښکاره سرغړونه» وګنل شي.

جمهوري غوښتونکو سناتورانو په یو لیک کې چې ایران ته یې استولی دی ویلي دي چې که چیرې ایران د امریکا او نړۍ د پنځو لویو قوتونو سره د خپل اټومي پروګرام په سر موافقه وکړي او د امریکا کانګرس یې تصویب نه کړي نو دا به «[د ولسمشر اوباما] د اجرایيوي فرمان نه علاوه بل هیڅ هم نه وي.»

د سناتورانو لیک

د امریکا ۴٧ جمهوري غوښتونکو سناتورانو د ایران مشرانو ته د یو پرانستي لیک په ترڅ کې خبرداری ورکړی چې د ولسمشر اوباما سره هر ډول اټومي موافقه به یوازې د هغه د جمهوري ریاست د مودې لپاره وي.

په دې لیک کې ویل شوي دي هغه موافقه چې د امریکا او نړۍ د پنخه نورو ځواکمنو هیوادونو ترمنځ، د امریکا د کانگرس د تصویب نه پرته شوې وي، د راتلونکي جمهور رئیس په یو لاسلیک باندې به باطله شي.

د امریکا جمهوري غوښتونکو سناتورانو ایراني مشرانو ته په لیک کې زیاته کړې ده چې ولسمشر اوباما به تر ٢٠١٧ میلادي کال پورې د ولسمشر په توگه کار وکړي خو د کانگرس اکثره دغه سناتوران به تر هغه وروسته، د راتلونکو څو کلونو لپاره به په خپلو دندو باندې پاتې وي.

د ملگري ملتونو مفتیشن ایران ته ورسیدل

د ملگرو ملتونو د اتمي انرژي نړیواله اداره وایي ایران لا د دوه خاصو مسلو په برخې کې توضیحات ندي ورکړي چې یو یې د سترو چاودیدونکي موادو ازمویل دي، او بل یې د یورانیم د بډایه کولو په هکله پلټنې دي.

دغو مسلو دا شک رامنځ ته کړی دی چې گواکې ایران د اټومي بم د جوړولو په هکله څېړنې کوي. خو ایران دا تورونه بې اساسه بللي او رد کړي دي.

تهران یو ځل بیا ویلي دي چې داتومي انرژۍ نړیوال څارونکو ته اجازه ورکوي چې د سترو چاودیدونکو ازمایښتونو سیمې وگوري. دا وړاندیز د ایران د اتمي انرژۍ د ادارې ویاند بهروز کمالوندي د ملگرو ملتونو د اتمي انرژۍ نړیوالې ادارې څارونکو ته کړې چې د یکشنبې په ماښام تهران ته ورسیدل.

ښاغلي کمالوندي وویل:

"د څارونکو یوهیئت د سترو چاودنو مسله څیړي چې د ادعا له مخې په مریوان کې ترسره شوي دي. مونږ څو ځلي په تقریري او تحریري ډول پخپلو ملاقاتونو کې وویل چې مونږ دیته چمتو یو چې د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې څارونکو ته اجازه ورکړو چې راشي او پخپله دې وگوري چې تورونه بې اساسه دي".

ایران د کال ٢٠١٢ نه راپدیخوا ویلي دي چې د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې کارپوهان کولای شي په ازاده توگه د مریوان له سیمې نه لیدنه وکړي.

موافقې ته نرسیدل د خبرو پاې

بل خوا د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما وايي، که د ایران د اټمي پروګرام په اړه له تهران سره د منلو وړ توافق ونه شي، نو امریکا به له خبرو نه ووځي.

ښاغلی اوباما پرون د سي بي اس تلویزیون سره په یوې مرکه کې وویل چې په هر راز موافقه کې لویدیځ قدرتونه باید دا اجازه ولري چې دا یقیني کړي چې تهران به اټومي وسلې نه جوړوي. ولسمشر اوباما وویل؛

اوباما: که د ایران سره د منلو وړ توافق ونشي، د خبرو وځو.

اوباما: که د ایران سره د منلو وړ توافق ونشي، د خبرو وځو.

"زه به دا ووایم چې په راتلونکي یوې یا دوو میاشتو کې به، مونږ دا پریکړه وکړای شو چې ایا د دوي سیستم د یوې فوق العاده معاملې د منلو وړتیا لري او که نه. که په حقیقت کې، لکه څنگه چې هغوي وایي، یوازې سوله ائیز اتمي پروگرام ته لیوال دي، او که چېرې مونږ دهغوی په سیستم کې بې ساری شفافیت ولید، که چېرې په دې وتوانیدلو چې دا تائید کړو چې هغوي وسلې نه جوړوي، نو هلته به بیا معامله وشي".

په همدغه مسلې باندې، د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي دي چې هغه او ولسمشر اوباما په دې هکله ورته هدف لري چې ایران د اتمي وسلې له جوړولونه ایسار کړي خو د مخنوي په لارو چارو باندې له یوبل سره موافق ندي.

ښاغلي نتنیاهو د سي بي اس تلویزون ته وویل:

"زه د ډیکتاتوري رژیم، په شتون کې په مفتشینو باور نلرم. دغه کار په شمالي کوریا کې ونه چلیدو. هغوي ورنه سرغړونه وکړه او د خپلو اهدافو د پټ ساتلو او درغلۍ یوه ښه لوبه یې ترسره کړه. دا کار د ایران په برخه کې هم گټور ندی. هغوي مفتشین تیرویستل او ملنډې ېې پرې ووهلې."

له ایران سره د توافق په لاره کې چې مهلت یې د روانې میاشتې پای ټاکل شوی تراوسه لوی خنډونه پراته دي. یو ایراني چارواکي رویترز ته وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري به د اپریل په پنځلسم باندې په سویس کې د خپل ایراني سیال جواد ظریف سره وگوري.

ایران بیا بیا ټینګارکوي چې د اټومي پروګرام هدف یې د انرژۍ د تولید په څېر سوله ئیز دی او ملکي اهداف لري.

د سنا مجلس رایه

د ایران سره د اټومي معاملې په سر، د امریکا د سنا په مجلس کې د اکثریت جمهوري غوښتونکي گوند مشر سناتور میچ مکانل وویل چې دی هیله لري ولسمشر اوباما به له ایران سره د اټومي وسلو په هکله تړون د سنا مجلس ته د رایو لپاره وړاندي کړي.

په سنا کې د اکثریت جمهوري غوښتونکي گوند مشر

په سنا کې د اکثریت جمهوري غوښتونکي گوند مشر

ښاغلي مکانل وویل؛ دی دا هیله هم لري چې له سلو سناتورانو څخه ٦٧ سناتوران راټول کړي چې د دومره مهمې مسلې په هکله خپل تاریخي رول ولوبوي. د سنا په مجلس کې د استخباراتو د کمیټې غړې سناتوره ډاین فاینسټاین وايي چې د اتومي وسلو له جوړولو څخه د ایران د مخنیوي لپاره اټومي تړون اړین دی.

XS
SM
MD
LG