د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: ایران سره ډیپلماسۍ د بلې جګړې مخه ونیوله


ولسمشر اوباما وویل ایران د دغه تړون په بدل کې د خپل اتومي پروګرام د شاوخوا ۲۵۰۰۰ سنترفیوژونو دوه په درېیمه برخه ویجاړه کړې ده.
ولسمشر اوباما وویل ایران د دغه تړون په بدل کې د خپل اتومي پروګرام د شاوخوا ۲۵۰۰۰ سنترفیوژونو دوه په درېیمه برخه ویجاړه کړې ده.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ایران د اټومي تړون پلي کیدل وستایل خو خبرداری یې ورکړ چې که تهران د خطا ایستلو هوډ وکړي نو نړۍ به یې رسوا کړي.

ولسمشر اوباما پر ایران د اټومي پروګرام پر سر د لګول شوو بندیزونو د لرې کیدلو په غبرګون کې د یکشنبې په ورځ وویل چې خوښ دی په منځني ختیځ کې د یوې بلې شخړې مخه د ډیپلماسۍ له لارې ونیول شوه.

ولسمشر اوباما وویل " له ایران سره اتومي موافقه وشوه، بندیزونه لېرې شول بله خبره دا ده چې د تهران او واشنګټن ترمنځ اقتصادي ستونزې هم حل شوې، ایران ته مو د هغوی کنګل شوې پېسې بېرته ورکړې".

ولسمشر اوباما وویل ایران د دغه تړون په بدل کې د خپل اتومي پروګرام د شاوخوا ۲۵۰۰۰ سنترفیوژونو دوه په درېیمه برخه ویجاړه کړې ده.

د اټمي انرژۍ نړیوال سازمان هم د شنبې په ورځ وویل چې ایران پخپلو ټولو هغو مسوولیتونو عمل کړی چې له نړۍ سره یې د خپل لانجمن اټمي پروګرام د درولو پر سر کړي دي.

پاتي اختلافات

ښاغلي اوباما وویل چې پر ایران د امریکا ځیني نور بندیزونه لا هم پر خپل حال دي.

امریکا پر ایران د بشري حقونو د نقض، له ترهګرو ډلو نه د ملاتړ او د بالستیکي توغندیو د پروګرام له کبله اقتصادي او سیاسي بندیزونه لګولي دي. د امریکا دغه بندیزونه له هغو بندیزونو نه جلا دي‌ چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري پر ایران لګول شوي وه.

امریکايي ولسمشر دغه راز د هغو دریو امریکایانو پر خوشې کیدلو خوښي څرګنده کړه چې پرون ایران کې له بنده آزاد شول. ولسمشر اوباما دغه راز وویل چې شپږ ایراني وګړي چې په امریکا کې په جنايي جرمونو بندیان وه، بخښل شوي دي.

باراک اوباما پر ایرانیانو غږ وکړ چې د اټمي پروګرام پر سر د رامنځته شوي تفاهم نه ګټه واخلي او نور هم له نړۍ سره همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG