د لاس رسي وړ اتصالات

جان کیري له خپل ایراني سیال سره غږیږي


د شوې موافقې له مخې ایران باید د اکتوبر له اتلسمې وروسته د اتومي پروګرام د شوې موافقې پر مادو عملي کول پيل کړي.

د شوې موافقې له مخې ایران باید د اکتوبر له اتلسمې وروسته د اتومي پروګرام د شوې موافقې پر مادو عملي کول پيل کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري نن په نیویارک کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره ګوري.

هغوی به د ایران د اتومي جنجال پر سر د وړاندېز شوې موافقې د تطبیق کولو په هلکه خبرې وکړي.

ددې ملاقات نه تقریباً یوه میاشت وروسته، د اکتوبر له اتلسمې وروسته، باید ایران د اتومي موافقې په مادو عمل کول پیل کړي.

د موافقې له مخې ایران باید چې خپل د یورانیمو ذخیره کمه کړي او د خپلو اتومي بټیو نه زرګونه سنټرفیوژونه هم لیرې کړي.

پر دې سربېره ایران باید د یورانیمو بدلول هم د موافقې پر اساس وکړي.

ایران هیله لري چې د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ د ادارې لخوا د هغوی د فعالیتونو تر تاید کېدو وروسته به په هغوی لګول شوي اقتصادي بندیزونه هم لیرې شی.

څه موده مخکې ایران د امریکا او نړۍ له نورو قدرتونو سره د خپل اتومي پروګرام پر سر یوې موافقې ته ورسېدل.

تمه کیږي چې جان کیري او جواد ظریف به پدې ملاقات کې د سورېې په هکله هم خبرې وکړي.

په سوریې کې له څو کلونو راهیسې کورنی جنګ روان دی چې لسګونه زره خلک په کې ووژل شول، ژوبل شول او ډېرو نورو وطن پرېښود.

XS
SM
MD
LG