د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران دوې جنګي بیړۍ د مدیترانې سمندرګي ته رسیدلي دي


د ایران دوې جنګي بیړۍ د مدیترانې سمندرګي ته رسیدلي دي
د ایران دوې جنګي بیړۍ د مدیترانې سمندرګي ته رسیدلي دي

د ایران جنگي کښتۍ د مصر د سویس کانال نه تیري شوي او د مدیترانې سمندرگي ته رسیدلي دي. ویل کیږي چي د ایران دا اقدام به د اسرائیلو له خوا په دقت وڅیړل شي.

د ایران د سمندري قواو قوماندان ( حبیب الله سیاري ) د ایران د رسمي خبري آژانس ( ایرنا ) له قوله ویلي دي چي دا ماموریت د زور او طاقت د ښودلو یوه ننداره او د سولي پیغام دی.

هغه دا ونه ویل چي په دې کي څومره د سمندري قواو کښتۍ شاملي دي او هغه کومي خواته روانی دي، مگر خبري اژانسونه د ایراني او مصري منابعو له قوله وایي چي هغوي به شاید سوریې ته رواني وی.

( سیاري ) وویل چي د ایران د ١٩٧٩ کال د اسلامي انقلاب نه راوروسته دا یوازي دوهم ځل دي چي د سویس د کانال نه ایراني کښتۍ تیریږي.

د ایران دوې جنگي کښتۍ د تیرکال د فیبروري په میاشت کي هم ددغه کانال نه تیري شوي او په سوریه کي یې لنگر اچولی و، چي اسرائیلو په هغه وخت کي دا د ایران له خوا لمسونکی کار وباله.

XS
SM
MD
LG