د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ وايي د ایران سره یو په یو خبرو ته چمتو ده


White House: Iran Warning on Persian Gulf Shows 'Weakness'
White House: Iran Warning on Persian Gulf Shows 'Weakness'
سپینه ماڼۍ وايي چمتو ده چې د ایران سره یو په یو خبري وکړی چې د تهران سره د اټمی پروگرام په سر راپیدا شوې ستونزې ته یو ډیپلوماتیک حل پیدا کړي خو د غونډی په باره کې لا موافقه نده شوې.

د ملي امنیت د شورا نطاق (ټامی ویتور) د شنبې په ورځ وویل ولسمشر بارک اوباما څرگنده کړیده چې ایران به پری نه ږدي او په مخ کی به یې خنډونه واچوی چې اتمی وسلې جوړی نکړي.

ویټور وویل ایران باید خپل مسؤلیتونه ومنی که نه نو د مخ پر زیاتېدو فشارونو سره به مخامخ شي.

ویټور په یوې لیکل شوې وینا کې وویل دا د ایرانیانو مکلفیت دی چې خپل مسولیتونه ادا کړي که نه نو د اقتصادی بندیزونو او مخ په زیاتیدونکی فشار سره به مخامخ شي. نوموړي وویل کوښښونه به ادامه ولري چې ایران د ملگرو ملتونو د پنځو دائمي هیوادونواو د المان سره بیرته په خبرو کې شامل شي.

د ایران موضوع د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې بیا مطرح شویده او د ویټور دا خبرې وروسته له هغې خپرې شوې چې نیویاک ټائمز ورځپاڼې د شنبی په ورځ رپوټ ورکړ چې امریکا او ایران د لومړي ځل لپاره په اصولو کې موافقه وکړه چې خبري به کوی.

ورځپاڼه وايی ایران پدی ټینگار کوي چه خبري دي د نومبر د شپږمی له انتخاباتونه وروسته وشي. لیکن ویټور د دارنگه موافقې د کیدو په باره کې رپوټونه رد کړل.
XS
SM
MD
LG