د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د اټمي لانجې د حل تړون لاسلیک شو


د ایران او د اروپايي ټولنې د باندنیو چارو وزیرانو د تړون د هوکړې رسمي خبر ورکړ

د ایران او د اروپايي ټولنې د باندنیو چارو وزیرانو د تړون د هوکړې رسمي خبر ورکړ

د ایران او د پنځه جمع یو ډلې دیپلوماتانو د سه شنبې په ورځ وویل چې نړیوال مذاکره کوونکي په یوې تاریخي معاملې بریالي شول چې د ایران اتومي پروگرام د لویدیځې نړۍ د بندیزونو د لیرې کولو په بدل کې محدودوي.

د نړۍ ځواکمن هیوادونه او ایران د اتریش په پلازمینه ویانا کې وروسته له اتلس ورځو پرله پسې خبرو د تهران د اتومي پروگرام په اړه موافقې ته ورسیدل.

د اتلس ورځو پرله پسې خبرو وروسته د ایران او د نړۍ د شپږو ځواکمنو هیوادونو ترمنځ د تهران د اتومي پروگرام په هکله یو جامع توافق ترلاسه شو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف او د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسوله فدریکا موگریني په ویانا کې په یو خبري کنفرانس کې د یوې جامع موافقې په هکله څرگندونې وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل "مونږ شاید یو کامل توافق ته نه یو رسیدلي، خو یو جامع توافق ته رسیدلي یو.."

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشرې فدریکا موگریني وویل "مونږ باید اوس د تړلو دروازو شاته خپلو خبرو ته دوام ورکړو."

د اسوشیتیدپرس آژانس د یو دیپلومات له خولې چې په خبرو کې یې برخه درلوده وایي په دې موافقه کې د تهران او واشنگټن ترمنځ د سولې مسله هم شامله ده چې وایي د ملگرو ملتونو څارونکی د خپلو وظایفو په چوکاټ کې کولای شي د ایران د پوځي تاسیساتو د ارزونې غوښتنه وکړي. خو د هر ډول پوځي تاسیساتو څخه لیدنه د لیدنې اجازه د ایراني مقاماتو په تصمیم پورې اړوند ده او کیدای شي په ځنډ سره صادره شي.

انتقاد کوونکي وایي ددې ډول اجازې ځنډ کیدای شي تهران ته ددې موقع ورکړي چې د خپلو ژمنو په اړوند احتمالي شکونه او نښې نښانې له منځه یوسي.

د اتومي انرژۍ د څارنې نړیوال سازمان د یوې لسیزې راهیسې هڅه کوي چې هغه تورونه وڅیړي چې وایي ایران د اتومي وسلو د جوړولو په څه کې دی. واشنگټن وایي ایران باید د ټولې موافقې په چوکاټ کې او د بندیزونو له لغوه کیدو دمخه د اتومي انرژۍ د څارنې له نړیوال سازمان سره همکاري وکړي.

د اتومي تاسیساتو څخه د لیدنې په هکله د ایران د اصولي توافق له مخې د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان ته زمینه ورکول کیږي چې په زیات واک سره خپلې غوښتنې ایران ته وړاندې کړي او د ایران د اتومي پوهانو سره مرکې وکړي. د ارزونې په هکله ددې سازمان ټولې مخکنۍ غوښتنې د ایران له لورې رد شوې وې.

د ایران د اتومي موافقې په هکله نړیوال غبرگونونه

د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني د ایران او د ۵+۱ هېوادونو ترمنځ د اټومې موافقې هرکلی وکړ.

په هغه اعلامیه کې چې ارگ خپره کړې ده جمهور رئیس غني د گاونډي هیواد ایران حکومت او خلکو ته د مبارکۍ ویلو تر څنګ په دې ټینګار کړی چې د افغانستان حکومت د هر هغه اقدام هرکلی کوي، چې په سیمه کې د سولې او ثبات د پیاوړتیا او همدارنګه د هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي مناسباتو د پراخېدو لامل کېږي.

خو د اسرائیلي ورځپاڼې هاآرتص په لیکنه د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د ایران او شپږو ځواکمنو هیوادونو ترمنځ د سه شنبې د ورځې اتومي توافق "یوه تاریخي او د پراخو ابعادو لرونکې تیروتنه" نوملې ده.

هغه وویل "ایران به اوس په سلگونو میلیارده ډالر ترلاسه کړي چې په هغه باندې خپل د ترور ماشین وچلوي او په سیمه او نړۍ کې خپل ترور ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG