د لاس رسي وړ اتصالات

په هرات کې د ایران قنسلګرۍ بیرته پرانستل شوه


آرشیف: د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند رامین مهمانپرست
آرشیف: د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند رامین مهمانپرست

ایران په هرات کې خپله قنسلګرۍ بیرته پرانیستې ده. ایران په هرات کې خپله قنسلګرۍ تیره اوونۍ ورسته له دې نه وتړله چې په د دغې قنسلګرۍ د تعمیر نه دباندې یو شمیر افغانانو د ایران خلاف مظاهره وکړه.

ایران په هرات کې خپله قنسلګرۍ بیرته پرانیستې ده. ایران په هرات کې خپله قنسلګرۍ تیره اوونۍ ورسته له دې نه وتړله چې په د دغې قنسلګرۍ د تعمیر نه دباندې یو شمیر افغانانو د ایران خلاف مظاهره وکړه.

مظاهره چیانو د ایران په امنیتي ځواکونو باندې تور لګوی چې یو شمیر افغانان یې چې غوښتل یې ایران ته ولاړ شي وژلي دي. تهران بیا دغه خبره رد کړې ده.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند رامین مهمانپرست ویلي دي چې په هرات کې د ایران قنسلګرۍ پرون خپل کار بیرته پیل کړی دی.

مهمانپرست ویلي دي چې قنسلګرۍ ته د رسیدلي تاوان موضوع به تعقیب شي. د یکشنبې په ورځ، په هرات کې د ایران سرقنسل رحیم محمدي یکتا ویلي و چې تهران د کابل د حکومت نه قنسلګرۍ ته د رسیدلي تاوان جبران غواړي. دغه خبره د ایران یو دولتي تلویزون چې انګلیسي ژبې خپرونې کوي کړې ده.

د نومبر په میاشتې کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل چې ایراني امنیتي ځواکونو 13 تنه افغانان چې د هرات نه ایران ته تلل وژلي دي.
XS
SM
MD
LG