د لاس رسي وړ اتصالات

عراقي چارواکو د الجزیرې پر نشراتو بندیز لګولی دی


Archive
Archive
عراقي چارواکي وايي چې دوي د الجزیزې تلویزون او نهو نورو تلویزوني چینلونو د فعالیت جوازنامې ځنډولي دي. چارواکو پر دغو چینلونو باندي تور لګولی دی چې په دغه هیواد کې یې فرقه ايي شخړو ته لمن وهله.


حکومت نن د یکشنبې په ورځ دغه اعلان وکړ او وویل چې د اعلان نه وروسته نوموړی اقدام د نافذولو وړ دی.

عراق هڅه کوي چې په دغه هیواد کې د سنیانو او شعیه ګانو ترمنځ شخړه چې یوه اونۍ یې کېږي چې پیل شوې، کنټرول کړي. دغه شخړه د سې شنبې په ورځ پیل شوه او تر اوسه پوري په کښي لږ تر لږه ۱۷۰ کسه وژل شوي دي.

الجزېرې په یوې بیانیې کې ویلي دي چې دوي د عراق د حکومت د دې اقدام له امله حیرانه شوي دي ځکه دوي د عراق خبري انکشافات په هر اړخیزه توګه خپاره کړي دي.
XS
SM
MD
LG