د لاس رسي وړ اتصالات

عراق د عرب لیګ مشرتوب د قطر نه ترلاسه کړ


عرب لیګ روانه اونۍ خپله غونډه په داسي حال کې کوي چې په سیمه کې یو لړ مهم انکشافات رامنځ ته شوي دي. دغه غونډه به د سوریې په کړکیچ کې مهم پرمختګونه په ګوته کړي، د ۷ کالو جګړې نه وروسته په سیمه کې د عراق راپورته کیدل او د غه راز په خپله په عرب لیګ هیوادونو کې رامنځ ته شوی حالت به د غونډې د مهمې مسلو په جمع کې وي.

په داسي حال کې چې په بغداد کې د عرب لیګ مشران سره راغونډېږي په سوریه کې حکومتي ځواکونو پر حکومت ضد فعالینو باندي تازه حملې وکړې او په سوریې کې د تاوتریخوالی درول د عرب لیګ د غونډې مهمې موضوع ګڼل کېږي.

دا په داسي حال کې ده چې د سوریې ولسمشر بشرالاسد د عرب لیګ او ملګرو ملتونو د خاص استاځي د سولې د پلان سره هوکړه کړې ده. ددغه پلان په ترڅ کې د ښکیلو خواوو څخه غوښتل کېږي چې د تاوتریخوالي څخه لاس واخلي.

خو په داسی حال کې چې حکومتي ځواکونو پر حکومت ضد فعالینو باندي خپلو حملو ته ادامه ورکوي، د چارو کارپوهان او لویدیځ مقامات شک لري چې د سولې یادشوې موافقه یواځي یو تاکتیک دی چې موضوع وځنډول شي. په پالیسۍ کې کوم صادق بدلون نه په ګوته کوي. دغه راز دوي دا تمه هم نلري چې د عرب لیګ شورا دي کوم ستر بدلون رامنځ ته کړي. سوریه ددغه لیګ د غړیتوب نه ایستل شوې ده او په غونډه کې به برخه وانخلي خو ویلي یې دي چې د عرب لیګ هر ډول نوی نوښت به رد کړي.

انټوني سکینر چې د مپیکرافټ په څیړنیز مرکز کې د منځني ختيځ د مطالعاتو د برخې مشر دی وايي چې د عرب لیګ په مشرۍ کې بدلون چې د قطر نه عراق ته ورکړل شو، ښايي هغه هلې ځلې سوکه کړي چې پر ولسمشر بشر لاسد باندي فشار راوستل شي او هغه د تاوتریخوالي لاس واخلي.

هغه داسی وايي: ،،قطر پخوا د عرب لیګ مشري کوله او دغه مشري عراق ته په لاس ورغله چې د بشرلاسد له نظره یو ښه کار دی ځکه صدراعظم نوري المالکي د سوریې په برخه کې یو ډول نسبتا نرم دریځ غوره کړی دی. ،،

خو بیا هم د عرب لیګ هلې ځلې چې د سوریې په شخړې کې مهم رول ولوبوي ددغه شورا د نوي منشي نبیل العربي د راتګ سره د نوي دریځ څرګندوی دی.

په لندن کې مشیت د عربي هیوادونو او ایران د مطالعاتو د مرکز ریْس علي رضا نوري زاده وايي چې د تیرکال پېښو عرب لیګ لا زیات پیاوړ کړی دی. ،،د عربي حکومتونو له جملې نه ځیني یې په خپله په نړیواله ټولنه کې دومره عزت او احترام نلري لکه عرب لیګ چې یې لري ځکه عرب لیګ یواځي ددغو حکومتونو په استاځیتوب خبري نه کوي بلکې د عربي نړۍ د خلګو په استاځي توب هم خبري کوي چې دا به دغې شوار ته لازیات جدیدت ور په برخه کړي،،.

همداشان عراقي مشران هیله لري چې نړۍ به یې هیواد ته ددې غونډې وروسته په بل ډول وګوري په خاصه توګه د سعودي عربستان او نورو هیوادونو مشران چې ددغې شورا سره یې د عراق د شعیه حکومت په خاطر چې د ایران سره د اړیکو شک پرې دی، مقاطعه کړې ده.

د عرب لیګ نوي مشرتابه ته زیات شمیر مسلې په مخکې پرتې دي چې باید حل یې کړي، چې په کښي د سوریې د تاوریخوالي د پای ته رسولو مسله شامله ده، په سیمه کې د یوه سیمه ایز قوت په توګه د عراق د راپورته کیدو مسله شامله ده او په خپله د عرب لیګ په هیوادونو کې د رامنځ ته شوي بدلون مسله مطرح ده چې د چارو د کارپوهانو په آند دغو ټولو مسایلو ته به د پام وړ حل لارې موندل ددې لیګ دپاره ستونزمنه خبره وي.

XS
SM
MD
LG