د لاس رسي وړ اتصالات

عراق کې چاودنو ۱۲۰ تنه ووژل


داعش د برید مسولیت اخیستی دی
داعش د برید مسولیت اخیستی دی

عراقي چارواکي وايي په بغداد کې دوو جلا چاودنو شاوخوا ۱۲۰ تنه ووژل او شاوخوا ۲۰۰ نور یې ژوبل کړل.

لومړی ځانمرګی برید په پلازمینه بغداد کې وشو چې لږ تر لږه ۱۱۵ تنه یې ووژل او شاوخوا ۱۸۶ نور يې ژوبل کړل. چارواکي وايي په وژل شویو کې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. دغه برید د موټر په ذریعه وشو.

برید د کارادا په سیمه د یکشنبې په ورځ د روژمې ماتې څخه لږ مخکې له ګڼې ګوڼې په یوې ډکې سوداګریزې سیمې کې شوی دی. د رویټرز خبري اژانس وايي داعش د برید مسولیت، چې شعیه ګان په کې په نښه شوي، اخیستی دی.

خلکو د اختر لپاره سوداوې کولې چې برید پرې وشو. د عراق صدراعظم حیدرالعبادي له برید سملاسې وروسته د پېښې ځای ته ورغی.

په همدې ورځ د بغداد په ختیځ کې هم یوه چاودنه وشوه چې پنځه تنه یې ووژل او ۱۶ نور یې ژوبل کړل. د دویمې چاودنې مسولیت لا کومې ډلې نه دی اخیستی.

دا برید د فلوجې له ښار نه د اسلامي دولت د ډلې د جنګیالیو له شړلو څو ورځې وروسته کیږي. فلوجه د بغداد په شاوخوا ۵۰ کیلیو مېترۍ کې ده.

XS
SM
MD
LG