د لاس رسي وړ اتصالات

برزاني: عراق به بیا هغه پخوانی عراق نه وي


د عراقي کردانو مشر مسعود برزاني
د عراقي کردانو مشر مسعود برزاني

ښاغلي برزاني د امریکا غږ فارسي څانگې سره په مرکه ویلي چې عراق به بیا هغه پخوانی عراق نه وي.

نوموړی په دې هکله زیاتوي " مونږ نن د داسې یو وضعیت سره مخامخ یو چې د هیچ چا لپاره د منلو وړ ندی او نه یې چا انتظار درلود. ډیر ویرونکی او گډوډ شرایط رامینځ ته شوي دي. اوس مونږ ١٠٥٠ کیلومتره د ترهگرو او سخت دریځو ډلو سره پوله لرو چې نه پوهیږو څوک دي. دا وضیعیت نوی دی. زه گمان نه کوم چې عراق به بیا هغه پخوانی عراق وي، یوازی خدای پوهیږي چې څه به وشي."

ښاغلي برزاني د کرستان د ازادۍ په هکله وویل استقلال او خپلواکي یو طبعي حق دی چې باید لاس ته راوړل شي "استقلال باید وگټل شي. زه باور لرم چې اوس د استقلال دپاره زمینه هم مناسبه ده. دا یوه روښانه مسله ده او د استقلال تر لاسه کولو پورې مونږ به په عراق کې خپل وس پورې خپلو ورونو سره مرسته وکړو. څو عراق د دې کړکیچ نه وژغورو. خو د دې دا مانا نه ده چې مونږ د کردستان استقلال هیر کړو."

بلخوا د امریکا د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارتین دمپسي په هاوایي کې خبریالانو ته د عراق د پوځ د وضیعت په هکله وویل چې "ایا هغوي مقاومت کولای شي، د هغوي لاس ته راوړنې څه دي؟ ایا هغوي داسې یو پوځ دی چې د ټولو عراقیانو استازيتوب کولای شي؟ ایا مشران په دې ډاډمن دي چې دا کار تر سره کولای شي؟ کله چې مونږ ددغو پوښتنو ته ځواب پیدا کړ زه فکر کوم د مرستو په هکه به پریکړه وکړو چې څه ډول مرسته کولای شو."

دا په داسې حال کې دي چې یوه ویډیو د دوشنبې په ورځ د یو آزاد خبریال له خوا جوړه شوې ده او ښي چې عراقي پوځ د سیمه ییز قبایلي خلکو او امنیتي ځواکونو په مرسته د دایلا په ولایت کې د کوچني ښارگوټي ادیم شاو خوا سیمې پاکوي او عراقي توپخانه لیدل کیږي چې سیمه کې ځای پر ځای شوي دي.

د بغداد د ښار او شاو خواو سمیو امنیت د اندیښنې وړ دی او د امریکا پوځ تایید کړې چې د داعش ډله د لږ شتون سره د ستونزو لامل گرځیدلې.

له بلې لورې سني سخت دریځه چې د اسلامي خلافت د جوړولو هوډ یې کړی په بغداد باندې فشار اچوي چې دې مسلې د عراق چارواکي وار خطا کړي او غواړي د هرې خوا نه چې ممکن وي، مرستې تر لاسه کړي حتی که دا کار د امریکا نه د مخ اړولو په بیه هم وي.

په واشنگتن کې د بغداد سفیر ویلي، عراق به روسیې، ایران او سوریې ته د مرستو لپاره لاس وغزوي، ځکه چې د سخت دریځو په وړاندې جگړه کې د امریکا د مرستو د پاره نور انتطار نه شي کولای.

عراقي چارواکي د څو اونیو راهیسي د سني سخت دریځو په وړاندې د امریکا د هوایي برید د نه کولو په هکله په غوسه دي.

د عراق سفیر لقمان فعلي وایي "مونږ اړتیا لرله، خلا موجوده وه، که امریکا دا خلا نشوای ډکولای، د روسیې په گډون هر څوک چې حاضر دي، نو مونږ ددې خلا د ډکولو دپاره د هغوي هرکلی کوو."

XS
SM
MD
LG