د لاس رسي وړ اتصالات

د بغداد په برید کې لږ تر لږه ۲۰ کسه وژل شوي


عراقي مامورین وایي، د بغداد په ښار کې د انتخاباتي مبارزې په غونډې باندې په حمله کې لږ تر لږه ۲۰ کسه وژل شویدي.

پولیس وایي لومړی غونډې ته یو لاسي بم وروغورځول شو او وروسته بیا ځان مرگي په ځان پوري تړلی بمونه وچول. په پېښه کې د 50 نه زیات کسان ټپیان شوي هم دي.


دا غونډه د یوه کاندید د ملاتړ لپاره جوړه شوې وه چې ددې میاشتې په ورستیوو ورځو کې ایالتی انتخاباتو ته ودریږي.

سمدستي هیچا ددې حمله پړه په غاړه نه ده اخیستې.


د اپریل د ۲۰ مې نېټې د انتخاباتو نه مخکي د ناکراریو په لړ کې دا ننۍ حمله تازه حمله ده چې د دیاله په ایالت کې وشوه.

څو میاشتې وشوې چې د انبار او نینوا په ایالتونو کې د امنیتي اندیښونوله کبله انتخابات ځنډیدلي دي.

XS
SM
MD
LG