د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې ۱۳ چاودنو په سلګونو خلګو ته مرګ ژوبله اړولې


په عراق کې ۱۳ چاودنو په سلګونو خلګو ته مرګ ژوبله اړولې
په عراق کې ۱۳ چاودنو په سلګونو خلګو ته مرګ ژوبله اړولې

په داسي حال کې چې په عراق کې سیاسي کړکیچ روان دی، ددغه هیواد چارواکي وايي چې په پلازمینې بغداد کې شاوخوا ۱۲ چاودنې شوي دي چې په لړ کې یې لږ تر لږه ۵۷ کسه وژل شوي دي او د ۱۸۰ نه زیات کسان ټپیان دي.

په داسي حال کې چې د عراق څخه د امریکايي عسکرو د وروستۍ ډلې وتلو ته یواځي څو ورځي پاته دي، د عراق په پلازمینې بغداد کې نن د پنجشنبې په ورځ څو همآهنګې شوي چاودنې وشوې چې په کښي زیاتره شعیه مېشتې سیمې په نښه شوې.

دغو چاودنو د عراق د حکومت د ځواکمنتیا په هکله چې په ټول هیواد کې امنیت تامین کړي، یو لړ پوښتنې راپورته کړي دي.

د بغداد اوسیدونکې ام هنان د بغداد د پېښو په هکله داسي وايي: ،،زما لور خپل په ځای کې پرته وه، د چاودنې سره سم پر مونږ باندي د هیندارو ټوټې راولوېدې. د هغې پلار هغه په غېږ کې ونیوله او خوندي ځای ته یې انتقال کړه. هغه اوس ډیره ویریدلې ده. ټول هیوادونه آرامه دي. نه پوهیږم چې ولي زمونږ هیواد ته سوله او ثبات نه راځي.،،

دغه بریدونه په داسي حال کې په عراق کې کېږي چې د شعیه ګانو په مشري حکومت اوس د ولسمشر د مرستیال طارق الهاشمي پر ضد هغه قضیه څیړي چې وايي د حکومت د لوړ پوړو چارواکو د وژنو توطعه یې جوړه کړې وه.

خو د چارشنبې په ورځ ښاغلي هاشمي دغه ادعاګانې رد کړې او وېویل چې دا د هغه پرضد د لومړي وزیر له خوا نه سیاسي توطعې دي چې غواړي د میاشتې په پای کې د امریکا د وتلو سره ټول واک خپل کړي.

ښاغلي هاشمي داسي وویل: ،،زما غوښتنه دا ده چې لومړنۍ څیړنې، دلې په کوردستان کې وشي او څیړنې باید د څو ډلو له خوا وڅارل شي. تر هغه چې زما مسله مطرح ده، زه به انشالله دې ته چمتو یم چې د محکمې کې حاضر شم.،،

ښاغلی هاشمي روانه اونۍ وروسته له هغه نه د عراق شمال، د کوردانو نیمه خپلواکه سیمې ته وتښتیدی، چې پرضد یې د ګرفتارۍ امر صادر شو.

د عراق لومړي وزیر نوري المالکي په پلازمینې بغداد کې په یوه خبري کنفرانس کې د کوردانو پر چارواکو باندي غږ وکړ چې د ولسمشر مرستیال دي ورته وسپاري.

ښاغلي مالکي داسي وویل ،،په ټولو فیدارلي حکومتونو کې دا عام منل شوی اصل دی چې فراري د هیواد قضایه قوې ته سپارل کېږي، نو مونږ خپل د کوردانو ورونو نه غوښتنه کوو چې دا خپل مسولیت دي پر ځای کړي او د لسمشر مرستیال دي قضایه قوې ته وسپاري. دوي په دې موضوع د مخه لا خبر و چې بل ایالت ته د هغه تېښته به ستونزې رابرسیره کړي.،،

د عراق د کورنیو چارو د وزارت ویاند وايي چې د هاشمي درې ساتونکو دا منلې ده چې هغوي د هاشمي په ملاتړ بمونه اېښي و چې حکومتي او امنیتي لوړ پوړي چارواکي په نښه کړي.

خو زیات شمیر سونیان اندېښنه لري چې دا به د یوې لویې توطعې برخه وي چې د سني سیاسي مشرانو پرضد پیل شوې او موخه یې دا ده چې په ټول عراق کې واک شعیه ګان په داسي وخت کې په لاس کې واخلي چې دغه هیواد خپل د تاریخ په یوې حساسې شیبې کې دی.

خو د نن ورځې همآهنګې شوې حملې او هغه حقیقت چې دا حملې په عین وخت کې په څو بیلابیلو سیمو کې وشوې دا څرګندوي چې دغه راز حملې یواځي القاعده کولای شي چې پخواه یې هم شعیه ګان په نښه کړي دي ځکه دغه افراطي سني ډله داسي فکر کوي چې شعیه ګان سم مسلمانان نه دي.

که څه هم القاعده د لومړنیو کلونو په پرتله په عراق کې کمزورې شوې ده خو اوس هم کله نه کله د خونړیو بریدونو وړتیا لري.

آمریکايي چاواکو ویلي دي چې دوي ویره لري چې د دوي د وتلو سره به القاعده بیا په عراق کې غېښتلې شي او که چیري داسي وشوه نو شعیه ګان به دې ته مجبوره شي چې د سنیانو سیمې په نښه کړي او په دې سره به عراق یو ځل بیا د څو کلونو مخکي کورنۍ جګړه تجربه کړي.

XS
SM
MD
LG