د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق ځانمرګه برید ۵۳ کسه وژلي او ۱۳۷ یې ټپیان کړي


د عراق ځانمرګه برید ۵۳ کسه وژلي او ۱۳۷ یې ټپیان کړي
د عراق ځانمرګه برید ۵۳ کسه وژلي او ۱۳۷ یې ټپیان کړي

یوه ځانمرګه برید کونکي چې پر خلګوباندي یې خیرات ویشی د عراق د بصرې په بندري شعیه میشته ښار کې یې یوې امنیتي پوستې ته څیرمه ځان ته انفجار ورکړ او لږ تر لږه ۵۳ کسه یې ووژل او د ۱۳۷ کسانو نه زیات خلګ یې ټپیان کړل. د حمله کونکي هدف شعیه زیارت کونکي وو چې د اسلام د پیغمبر د لمسي امام حسین د مړینه په یاد یې غونډه جوړه کړې وه. د قاهرې څخه د امریکا غږ خبریال ایدواور یرینین یې په هکله ریپوټ رالېږلی دی.

متن: د اتفاعیې موټرو د پیښې سیمه پاکوله او د سړک د غاړو نه یې خوراکي مواد، د قربانیانو بوټونه او کالي ټولول. په دې چاودنه کې په لسګونو تنه خلګ ووژل شول او ټپیان شول خو حکومتي تلویزون یواځي د اتفاعیې د پاکارۍ انځورونه وښودل.

په پیل کې عیني شاهدانو ریپوټ ورکړ چې یوه پولیس امنیتي پوستې ته څیرمه په ځان پوري تړلو چاودیدونکو توکو ته انفجار ورکړ خو امنیتي مامورینو پر دې باندي ټینګار وکړ چې حمله کونکی یو کس و چې پر خلګو باندي یې د خیرات ډوډۍ ویشله.

د بصرې د ښار د امنیتي چارو د کمیسون مسول علي مالکي وايي چې ترهګرو اوس په خپلو تاکتیکونو کې ځکه بدلون راوستی دی چې امنیتي تدابیر یې زیات کړي دي.

هغه داسي وايي: ،،ترهګرو ددې توان نه درلود چې د سړک غاړې بم وچوي یا د موتړ په مرسته ځانمرګه برید وکړي نو ځکه یې دغه نوی تاکتیک پیدا کړ او د خیرات ویشلو په پلمه یې په خلګو کې ځانمرګه تیر کړ او حمله کونکي هغه مهال ځان ته انفجار ورکړ کله چې د خلګو ګنه ګوڼه پرې زیاته شوه.،،

یوه بل لوړي پوړي امنیتي چارواکي جنرال عثمان الغنیمي د الحرا تلویزوني چینل ته په مرکه کې وویل چې سږکال د کربلا او نجف د ښارونو نه ۱۷،۵ میلیون زیارت کونکو زیارت وکړ او حکومت په یو لړ جدي امنتیي تدابیرو باندي لاس پوري کړی و چې د سړک غاړې او موټر بمونو د کیدو مخه ونیسي.

جنرال غنیمي داسي وايي: ،،د حکومت امنیتي پلان د ګواښونو برسیره پلي شو او په لړ کې یې خلګ تلاشي کیدل او د درو بیلابیلو موقعیتونو نه د ورځې په پای کې ایستل کیدل. د بمونو د موندنې آلو د زیات شمیر بمي چاودنو مخه ونیوله او څو موټر بمونه مخکي له دینه چې وچوي، وموندل شول او خنثی شول.

د عراق تلویزون خبر ورکړ چې د پېښې اکثره قربانیان شعیه زیارت کونکي وو چې د کربلا پرځای د بصرې ښار یوه جومات ته د زیارت دپاره تللي وو.

XS
SM
MD
LG