د لاس رسي وړ اتصالات

عراق کې تیر کال ۶۸۷۸ ولسي خلک ووژل شول


یوناما وايي چې په عراق کې په ۲۰۱۶ کال کې لږ ترلږه ۱۲۳۸۸ نور کسان ژوبل شوي دي
یوناما وايي چې په عراق کې په ۲۰۱۶ کال کې لږ ترلږه ۱۲۳۸۸ نور کسان ژوبل شوي دي

ملګري ملتونه وايي په ۲۰۱۶ کال کې په عراق کې جنګونو او تاوتریخوالي لږ تر لږه ۱۹۰۰۰ ولسي خلک وژلي او ټپي کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د عراق حکومت د اسلامي دولت ډلې له جګړه مارانو سره په جنګ دی او په ټول هېواد کې د سولې راوستلو هلې ځلې کوي.

د عراق لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفتر وايي چې په دغو شمیرو کې هغه کسان نشته چې په جنګي سیمو کې، د اوبو او خوراکي توکو د کموالي، روغتیايي ستونزو او ناچاوېدونکو توکو د چاودنو له کبله وژل شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې د ۲۰۱۶ کال تاوتریخوالي کې لږ ترلږه ۱۲۳۸۸ نور کسان ژوبل شوي دي.

د اسوشیټډ پرس وايي په دغو شمېرو کې د انبار ولایت د مۍ، جولاۍ، اګست او ډسمبر د میاشتې تلفات هم نشته. د ملګرو ملتونو اعلامیه وايي یوازې تېره میاشت ۳۸۶ ولسي خلک وژل شوي او ۱۰۶۶ نور ژوبل دي.

په دغه میاشت کې ډېر تلفات د نۍ نوا په ایالت کې اوښتي چې عراقي ځواکونه په کې له داعش سره په جنګ دی، دغلته ۲۰۸ ولسي خلک ووژل شول او۵۱۱ نور ژوبل شول.

په دغه ایالت پسې بیا بغداد دی چې ۱۰۹ کسان په کې ووژل شول او ۵۲۳ نور ژوبل شول. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۵ کال کې په عراق کې ۷۵۱۵ ولسي خلک وژل شوي وو.

د ولسي تلفاتو عوامل

د ولسي تلفاتو ډېره پړه د داعش پر وسله والې ډلې اچول کیږي، همدا تېره اونۍ په بغداد کې د دوی په بریدونو کې څه باندې ۵۰ کسان ووژل شول.

په ۲۰۱۶ کال کې د داعش تر ټولو خونړی برید په پلازمینه بغداد کې په یوه مارکیټ کې وو چې لږ تر لږه ۳۰۰ کسان یې ووژل.

د عراق امنیتي ځواکونه او ملېشې چې د امریکا مرسته هم ورسره ده، د اکتوبر په میاشت کې له موصل څخه د داعش ډلې د ویستلو عملیات پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG