د لاس رسي وړ اتصالات

په ټول عراق کې د ټولټاکنو دپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي


د شنبې په ورځ په عراق کې سیمه ایز انتخابات په داسې حال کې پیل شول چې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو. په دغو انتخاباتو کې د عراق د حکومت د اتلسو ولایتونو له جملې نه د دولسو ولایتونو د استازو د ټاکلو لپاره رایې واچول شوې.

د ولایتي شورا گانو د استازو د ټاکنې لپاره د 5300 نه زیات مرکزونه پرانیستل شوي دي. دغه ځايي کاندیدان د 378 څوکیو لپاره په ټول هیواد کې مبارزه کوي. د ټول عراق نه تقریبا له پنځوسو ډلو نه په زرګونو کسانو ځانونه کاندید کړيدي. د ځایي کاندېدانو شمیر 8 زرو ته رسیږي.

په عراق کې دا انتخابات له 2011 م کال راهیسې چې د هغه هیواد نه د امریکا پوځي قواووې ووتلې لمړني انتخابات دي چې کېږي او د عراق ثبات په لور یو مهم گام گڼل کیږي. که څه هم دغه انتخابات په ملي مشرتابه کې کوم بدلون نه راولي خو دهغوی په ملاتړو کې غټ بدلون راوستلی شي.

په سیمه ایز وخت تر ناوخته پورې د کومې امنیتي پیښې خبر ندی ورکړل شویاو داسی هیله هم نه کیږي چې په څو ورځو کې دي د دې ولایتي شوراگانو د انتخاباتو نتیجه اعلان شي.
XS
SM
MD
LG