د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې چاودنې ۳۸ کسه وژلي


عراقی چارواکی واېې چې نن دموټر بمونو په دوو چاودنو کې ٣٨ کسان وژل شوي او د سلو نه ډیر کسان ټپیان شوي دي.

چارواکو وویل چې لومړۍ چاودنه دحیلې په ښارگوټي کې وشوه او بله چاودنه دشعیه گانو په سپیڅلي ښار کربلا کې شوې ده.

دوه ورځې مخکي هم د موټر بم په دوو غټو چاودنو کې چې په بغداد کې دشیعه گانو د یوه جلوس سره نژدې وشوې ١٢ کسان وژل شوي وو.

په حېله او کربلا کې چې په جنوب کې واقع دی زیاتره شیعه گان اباد دي او څو ځلي مخکې هم داهل سنت ځینو تندرو او رادیکالو ډلو هلته په شعیه زیارت کوونکو باندې حملی کړي وې.

له بلې خوا چارواکي وايې چې نن ٣ کسان په فلوجه کی د موټر بم په یوه مرگانۍ حمله کې ووژل شول. حمله کونکي د بمونو ډک موټر د پولیسو په یوه پوسته ور وست. دوه کسان د پولیسو په ېوې گزمې باندی په حمله کې مړه شول.
XS
SM
MD
LG