د لاس رسي وړ اتصالات

عراق: ټوپک والاوو د حدېښې په ښارګوټي کې ۲۷ کسه وژلي


عراقي پولیس وایي ټوپک والاوو چې پوځي یونیفورم یې اغوستی و نن سهار وختي د حدیثې په ښارگوټي کې د پولیسو د تالاشۍ په دوه پوستو ډزې کړیدی لږ ترلږه ٢٧ کسه یی وژلي دي. په وژل شوو کسانو کې د پولیسو دوه عالي رتبه قوماندانان هم شامل دی چې د خپلو کورونو نه وتښتول شول او ووژل شول.

لږ تر لږه یو ټوپک والا هم ووژل شو. په حدیثه کې په گرځیدو باندی بندیزدی او پولیس تحقیق کوی

دا لا نده معلومه چه ددې حملې ترشا چې نن سهاروختی شویده څوک دي، خو د پولیسو نطاق د فرانسی خبری اژانس ته وویل چې دا د القاعدی کار دی.

حدیثه ، په دوه زره او دریم کال کی د واک نه د صدام حسین د لیری کولو راهیسي ، د القاعدی پوخ سنگر دی.

XS
SM
MD
LG