د لاس رسي وړ اتصالات

د بغداد په بم چونو کې 35 کسان ووژل شول


دا بم چونې په پلازمېنه بغداد اودهېواد په شمال کې وشوې. پرمړېو سر بېره تقریبا 100 کسان پکې ټپیان شوي دي. چارواکي وايي ډېربریدونه د پنجشبنې په ورځ دموټر بم او سړک دغاړې دبمونو په ذریعه وشول او هدف یې دعراق امنیتی قواوې وې.

بغداد ته نژدې په څو چاودنو کې تقریبا 15 کسان ووژل شول. دا مرگونه زیاتره د شیعه گانو په سیمو کې شوي دي. د سړک دغاړې په بم چونه کې د روغتیا د چارو دوزارت کاروان هم ولگیده خو د روغتیا وزیر په خپله ندی ژوبل شوی .

په کرکوک کې بم چونې نهه کسان ووژل. په سماره، تاجې او رمادي کې هم خونړۍ بم چونې وشولی. رپوټ وايي چې تراوسه پوري د دې بم چونو مسولیت چا په غاړه ندی اخیستی. په عراق کې ددغو بریدونو له امله دخاموشۍ ېوپړاو بېرته مات شویدی. په عراق کې چی اکثریت شیعه گان پکې اوسېږي، د بریدونو زېاتره پړه پرسني افراطیانو باندې ور اچول کېږي.

XS
SM
MD
LG