د لاس رسي وړ اتصالات

ه عراق کې چاودنې ۲۳ کسه وژلي او ۶۵ یې ټپیان کړي


عراقي چارواکي وايي چې د بغداد په مرکزي برخه کې د یوې چادونې له امله لږ تر لږه ۲۳ کسه وژل شوي او ۶۵ کسه ټپیان دي. دغه چاودنه نن د دوشنبې په ورځ د باب المدهم په سیمه کې وشوه او په لړ کې یې د شعیه ګانو یو مذهبي او کلتوري مرکز ویجاړ شو. دا په تیرو څو میاشتو کې تر ټولو خونړۍ پېښه وه چې په عراق کې رامنځ ته شوه.

دغه راز نن د دوشنبې په ورځ ناوخته هم د سونيانو یوه مذهبي مرکز ته څیرمه چاودنه وشوه خو چا ته په کښي زیان ونرسیدی.

دغه چاودنه د عراق په پلازمېنې بغدا کې د هغو چاودنو د لړۍ په دوام رامنځ ته شوه چې تیره اونۍ یې ۱۷ کسه ووژل.

په عراق کې بریدونه کې په داسي حال کې زیاتوالی راغلی دی چې په دغه هیواد کې د څو میاشتو راهیسي د سیاسي ګوندونو ترمنځ اندېښنې زیاتې شوي دي او څو ګوندونو د لومړي وزیر نوري المالکي د برطرفۍ غوښتنه کړې ده.

په عراق کې د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کال په پرتله تاوتریخوالی ډیر کم شوی دی خو اوس هم کله نا کله بریدونه کېږي.

XS
SM
MD
LG