د لاس رسي وړ اتصالات

عراقی مامورین وایی، د عراق په مرکز کی د موټر بم چاودنه شویده، 3 کسه په کی وژل شوي او 16 کسه نور ټپیان شویدي.

د پولیسو یو چارواکی وایي یوه ځان مرگه خپل موټر بم نن سهار د خالص په ښارگوټي کې د پولیسو په تاڼې ور وستی او په چاودنه کې یې دوه ملکي کسان او یو پولیس ووژل.

دغه مامور زیاته کړه چې په پېښه کې 16 کسه ټپیان شوي هم دي. د روغتون یوه مامور د تلفاتو دغه شمیر تایید کړیدی.

دواړو مامورینو په دې شرط دغه معلومات ورکړیدي چې نومونه یې څرگند نه شي.
خالص د سوني یاغیانو مخکینی مرکز د بغداد نه 80 کیلو متره لیری شمال ته پروت دی.

دا مو هم ښایي خوښ شي

XS
SM
MD
LG