د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق په بریدونو کې د ۵۰ نه زیات خلګ وژل شوي


نن په عراق کې په یو لړ حملو کې د پنځوسو نه زیات کسان وژل شوي او د دوه سوو نه زیات کسان ټپیان شویدي.

د عراق په یوولس ښارونو کې د تشدد پیښې شویدي چې په زیاترو کې عراقي امنیتی پرسونل اونوي ګمارل شوي پولیس تر حملو لاندې راغلي دي.

دغه چارواکي وايي چې تر ټولو ډیره بده حمله د بغداد جنوب پلو ته د امارا په ښار کې وشوه چې د بم دوه چاودنو کې ١۴ کسه ووژل شول.

تر دې مخکي د بغداد په شمال کې د بلد په ښار کې د وسلوالو سړیو په ډزو کې او د بم په حمله کې یوولس عسکر ووژل شول او څو کسه نور ټپیان شول.

د عراق په شمال کې د کرکوک ښار ته نژدې د پولیسو د استخدامولو په مرکز کې د بم په حمله کې لږ تر لږه اوه کسه چې نوي پولیسو ته استخدام شوي وو ، ووژل شول او ١٧ کسه نور زخمي شول.

همدا شان د رپوټونو له قراره د ناصریې د ښار په شمول چې دوه بمونه په کې وچادل ، څو ځایه حملې وشوې. د بم یوه چاودنه د فرانسې قونسلگرۍ ته نژدې شویده.

تر اوسه پوري هیچا د دې حملو مسولیت په غاړه نه دی اخستی.
په عراق کې دغه بریدونه په داسي حال کې کېږي چې یوې عراقۍ محکمې د دغه هېواد د ولسمشر سني مرستیال د شیعه گانو او امنیتي قواوو په ضد د مرگ د ډلگیو د چلولو له کبله مجرم گڼلی او په غیاب کې یی په مرگ محکوم کړیدی. په بغداد کې جنايي محکمې نن د یکشنبې په ورځ طارق ال هاشمي په مرگ محکوم کړ.

د عراق حکومت چې شیعه گان یې په راس کې دي، د دسمبر په میاشتې کې ، هغه وخت چې د امریکایي عسکرو وروستی سرتیري ډله سرتیري د عراق نه ووتل، د ولسمشر په مرستیال دغه تورونه ولګول. ال هاشمي هغه وخت د عراق نه وتښتیده چې مقاماتو ورباندې دغه الزامونه ولگول. ال هاشمي دغه تورونه رد کړیدي. هغه اوس په ترکیه کې دی.
XS
SM
MD
LG