د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د عراقي پوځ مرستې ته ٣٠٠ سلاکاران استوي


د عراق کورنۍ جگړه
د عراق کورنۍ جگړه
امریکا عراق ته د پوځي سلاکارانو د لیږلو تعهد کړی، خو د تیلو په یو لوی چاڼځای باندې د عراقي ځواکونو او یاغیانو ترمنځ جگړه لا هم روانه ده.

ولسمشر حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ د عراق د حالاتو په هکله په سپینه ماڼۍ کې په یوه وینا کې وویل دې ته تیار دی چې یو شمیر وسایل او تر ٣٠٠ پورې پوځي سلاکاران عراق ته واستوي چې د هغه هیواد سره د یاغیانو په وړاندې په جگړه کې چې همدا اوس یې د هغه هیواد په شمال کې زیاتې سیمې نیولي دي، مرسته وکړي.

ښاغلي اوباما په خپله وینا کې بیا عراق ته د ځمکنیو ځواکونو استول رد کړل. امریکا له عراق څخه د اته کالو جگړې وروسته په ٢٠١١ کې خپل محاربوي ځواکونه وایستل.

خو ښاغلي اوباما زیاته کړه چې امریکا په نښه شویو ضروري پوځي عملیاتو ته تیاره ده. په دې توگه یې د سني میشو په وړاندې ممکنو هوایي بریدونو ته دروازه پرانستې پریښې.

له بلې خوا د تیلو د یو ستر چاڼځای پر سر د عراقي ځواکونو او یاغیانو ترمنځ جگړه د جمعې په ورځ هم په داسې حال کې روانه وه چې د امریکا متحده ایالتونو د عراق له حکومت سره هغه هیواد ته د امریکایي پوځي مشاورینو د استولو تعهد وکړ.

د سه شنبې د ورځې راهیسې د عراق د بایجي په نامه د تیلو د ستر چاڼځای د نیولو لپاره چې د بغداد په شمال ٢٥٠ کیلومیترۍ کې پروت دی، سخته جگړه روانه ده چې دواړه خواو ددې فابریکې یوه برخه نیولې ده.

په یوې بلې ناخوښه پیښه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د عراق د اسلامي دولت او شام په نامه ملیشه ډلو د عراق د پخواني مشر صدام حسین اړوند کیمیاوي وسلو د تاسیساتو د کنترول لپاره فشار زیات کړی دی.

د بهرنیو چارو د وزارت ویانې جین ساکي وایي چې متحده ایالات « دعراق د اسلامي دولت له خوا د هر محل په نیولو اندیښمن دی»، زیاتوي چې ښایي په دغه ځای کې داسې کیمیاوي وسلې چې د پوځي نظره مهمې وي، موجودې نه وي.

خو وایي چې « که غیر ممکن نه وي، نو دا به خورا ستونزمن وي چې دغه مواد په خوندي توگه ولیږدول شي.»

جان کېري منځني ختیځ ته ځي

له بلې خوا ولسمشر اوباما خپل د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د همدې اونۍ په پای کې منځني ختیځ او اروپا ته استوي چې د امریکا د متحدینو سره خبرې وکړي.

ښاغلي کېري د عراق د اسلامي دولت په نامه وسله وال په منځني ختیځ کې هر چاته گواښ گڼلی او ویلي یې دي چې د عراق کړکیچ ته هیڅ ډول پوځي حل لاره نه شته.

هغه وایي د یو نوي واحد حکومت جوړول څومره ژر چې ممکن وي، هغه به د تاوتریخوالي د راکمولو او د یوې حل لارې د موندلو لپاره یو ستر ځانگړی گام وي.
XS
SM
MD
LG