د لاس رسي وړ اتصالات

عراق په ترهګرۍ محکوم ۱۱ تنه اعدام کړي دي


په عراق کې صحي او امنیتي مسئولینو د چهارشنبې په ورځ اپریل ۲۴ (ثور پنځمه) وویل چې هغه ۱۱ تنه یې اعدام کړي‌ دي چې د ترهګرۍ په پېښو کې په لاس لرلو محکوم شوي وو.

د بخښنې نړیوال سازمان د دغو اعدامونو په تطبیق کې د شفافیت د نشتوالي په اړه اندېښنه ښودلې او دا کار یې غندلی دی.

د عراق په جنوبي ولایت ذي قار کې یو امنیتی مسئول د فرانسې خبري اژانس ته ویلي‌ دي چې د عدلي وزارت د یو پلاوي تر نظارت لاندې د الناصریه په زندان کې د داعش ډلې ۱۱ ترهګر اعدام شوي دي.

په سیمه کې یوې روغتیايي سرچېنې هم تائیند کړې ده چې د دغو ۱۱ کسانو جسدونه هغوی ته انتقال شوي‌ دي. دغې سرچېنې،‌ چې په راپور کې یې نوم اخیستل شوی نه دی، ویلي دي چې دا کسان د ترهګرۍ په ضد د مبارزې د قانون د څلورمې مادې په اساس اعدام شوي دي.

اعدام شوي‌ کسان د صلاح الدین ولایت اوسېدونکي وو او تر دې دمه یې د اوو تنو جسدونه کورنیو ته سپارل شوي دي.

د عراق محکمو په تېرو څو کالونو کې د ترهګرۍ د فعالیتونو او ترهګرو ډلو د غړیتوب له سلګونه کسان په ابدي زندان او اعدام محکوم کړي‌دي.

د بشري حقونو ډلې وايي چې د عراق محکمې له بېړې کار اخلي او په ځینو حپېښو کې له تورنو کسانو څخه په زوره اعتراف اخیستل شوی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان په عراق کې د ۱۱ کسانو اعدام کول وغندل او ویې ویل چې د د ترهګرۍ تورونه «غټ او ناڅرګند» وو.

دغه سازمان ویلي‌ دي چې د عرا ق چارواکو د دوشنبې په ورځ ۱۳ تنه اعدام کړي چې حد اقل ۱۱ تنه یې د داعش سره د تړاو په تور محکوم شوي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG