د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: ایران په عراق کې بې ثباتي جوړوي


په عراق کې د امریکايي قواوو قوماندان وايي چې ایران د عراق په گاونډي ملک کې د شیعه افراطي ډلو په حمایې سره بې ثباتي زیاتوي.

جنرال ری اودیرنو بی بی سي ته د شنبې په ورځ وویل چې ایران نه غواړي په عراق کې یو غښتلی دموکراسي رامنځ ته شي. ددې پرځای ایران غواړي عراق یو ناتوان حکومت ولري.

اودیرنو همدارنگه وویل چې یواځې په هغه صورت کې امریکايي عسکر بیا په عراق کې په جنگونو کې برخه اخلي چې ددغه هیواد خپل عسکر له ماتې سره مخامخ شي. خو ددې هیواد عسکر د ډیرې مودې لپاره ډیر ښه کارونه کړي دي نوځکه یې د پاتی کیدلو احتمال نه ویني.

په عین حال کې، د عراق په جنوب کې یو امریکايي عسکرووژل شو.

د امریکا پوځ د یوې بیانې په خپرولو سره وايي چې دغه عسکر په بصرې

کې د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی دی خو نور تفصیلات یې ورنه کړل.

دا په عراق کې د امریکايی عسکرو لمړنی ځاني تاوان دی چې د عراق نه له وتلو وروسته وروستنی امریکايي محاربوي کنډک کویټ ته ننوت.

خو د امریکا یو شمیر واړه محاربوي قطعات اوس هم په عراق کې دي او ددې قطعاتو شپږ زره عسکر به ددې میاشتې په وروستیو کې له دغه هیواد نه ووځي.

د پنځوسو زرو په شاوخوا کې امریکايي عسکر د یوه انتقالي قوې په حیث په عراق کې د ٢٠١١ کال تر پایه پورې پاتې کیږي.

که څه هم دوی ته محاربوي ماموریت نه ورکول کیږي خو بیاهم که چیرې تر برید لاندې راشي یا دا چې د عراق پوځ ورته څه اړتیا پیدا کړي نودوی محاربه کولی شي. پاتې امریکايي عسکر به د عراق د پوځ په روزنه او د تروریزم ضد عملیاتو کې برخه اخلي.

دامریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي دي چې امریکا پلان لري چې په عراق کې د موقتې مودې لپاره ٧٠٠٠ امنیتي خصوصي افراد استخدام کړي خو د عراق د امنیتي حالاتو په ښه کیدلو سره دغه شمیره کمه کړي.

په عراق کې د امریکا د پوځي مداخلې له پیل نه یعنی د ٢٠٠٣ کال د مارچ نه را پدې خوا ۴۴٠٠ امریکايي عسکر په دغه هیواد کی مړه شويد ي. ددغه یرغل په نتیجه کې د صدام حسین رژیم نسکور شو.

له بله پلوه د بریښنا د نشتوالي په سبب د خلکو ناراضیتي ډیره شویده او په یو لړ اعتراضونو کې نهه مظاهره چیان او شپږ پولیس ژوبل شول.

XS
SM
MD
LG