د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې څه باندې ۱۵۰زره ملکیان بې کوره شوي


عراقي چارواکي دغو کورنیو ته بغداد ته د ورتلو اجازه نه ورکوي او وايي هسې نه د دوی په جامه کې د داعش ځینې جنګیالي بغداد ته ننوځي.
عراقي چارواکي دغو کورنیو ته بغداد ته د ورتلو اجازه نه ورکوي او وايي هسې نه د دوی په جامه کې د داعش ځینې جنګیالي بغداد ته ننوځي.

د ملگرو ملتونو د مهاجرو عالي کمېشنري وايي زرګونه عراقیان چې په رمادي باندې د اسلامي دولت د ډلې د خونړۍ قبضې له امله بی کوره شوي، د الانبار ولایت د امنیتي پوستو په منځ کې گېر دي او بغداد ته د ورتلو اجازه نه ورکول کیږي.

د مهاجرو عالي کمېشنرۍ له عراقي چارواکو غوښتي چې دغو بې وزلو او بې کوره شویو عراقیانو ته اجازه ورکړي چې بغداد ته ننوځي.

ملگري ملتونه وايي شاوخوا ٨٥٠٠٠ زره ملکيان په رمادي باندې داسلامی دولت د وسله والو د کنټرول نه وروسته له خپلو کورونو تښتېدلي دي او ډېر یې اوس د الانبار په ولاېت کی بند پاتې دي.

دا مهال په الانبار کې د روانو جگړو په نتېجه کې په مجموعي ډول ١٥٠٠٠٠ ملکیان بی کوره شوي دي.

د مهاجرو دغه نړېواله اداره وايي چې زېات خلک د عراق د امنیتي قواو د پوستو نه په اسانۍ تېرېدلی نه شي او د الانبار د گاونډیو ولاېتونو، بابل او کربلا چارواکي یې هم نه پرېږدي چې هلته ولاړ شي او سرپنا ولټوي.

د ملگرو ملتونو ېوه وېاند ویلېم سپېنډلر وايي چې له رمادي نه بغداد ته د تگ لپاره د بزبېز پول ېواځېنۍ لاره ده ، چې عراقي ځواکونو له څو ورځو راهیسې بنده کړې او زرګونه خلک یې په سختې ګرمۍ ایسار کړي دي.

ده وویل "که څه هم چې د رمادي او بغداد ترمنځ د عمومي پول سره نژدې د امنیتي قواو له خوا د بې کوره خلکو د تشخیص او پېژندلو ستونزه اوس تر یوه حده کمه شوې ده، مگر زمونږ د څارنې ټیمونه چې هلته موجود دي وايي چې عراقي چارواکي له هرې کورنۍ غواړي چې بغدا ته د ورتگ لپاره دې یې باید ېو څوک ضمانت وکړي. دا یو سخت شرط دی چې ډېرې کورنۍ یې پوره کولی نشي."

ملگري ملتونه وايي د عراق حکومت وېره لري هسې نه چې د ملکي وگړو په جامو کې د اسلامي دولت ځیني جنگیالي بغداد ته ننوځي.

په ژېنوا کې د ملگرو ملتونو د مهاجرو دعالي کمشنرۍ یوې ویاندې ارئېن رومري امرېکا غږ ته وویل چې د دغې ستونزې د هواري لپاره یې د عراق حکومت ته ځینې وړاندیزونه کړي دي.

ملگري ملتونه وايي چې د سختو قیوداتو په وجه په زرګونه بې کوره شوي عراقیان نه شي کولی چې گاونډیو ولایتونو ته هم ولاړ شي او په ډېرو بدو شراېطو کی ژوند کوي، نه پاکې اوبه لري او نه د صفایۍ او حفظ الصحې نظام یې جوړ دی.

XS
SM
MD
LG