د لاس رسي وړ اتصالات

عراق کې ځانمرګو بریدونو او چاودنې 93 تنه ووژل


ډاکټران وايي د ځينو زخمیانو حالت ښه نه دی

ډاکټران وايي د ځينو زخمیانو حالت ښه نه دی

د موټر بمب لومړنی برید د بغداد د صدر په سیمه کې د شیعه ګانو په یو مارکیټ کې وشو چې د رویټرز خبري اژانس له مخې ۵۵ تنه یې یې ووژل او ۶۸ نور یې ژبل کړل. برید د چهارشنبې په سهار د ګڼې ګوڼې په وخت شوی دی.

چارواکي وايي چاودنه دومره قوي وه، چې په نژدې نورو سیمو ولاړ ګاډي هم وران ویجاړ کړي او د کورونو او هټیو هېندارې هم ماتې کړي دي.

دوه نور ځانمرګي بریدونه بیا د همدغې ورځې په اخره کې وشول. دویم ځانمرګي برید د کدهمیا په سیمه کې د پولیسو په یوې پوستې وشو، چې ۱۷ تنه يې ووژل او ۳۰ نور یې ژوبل کړل. دا سیمه هم د شعیه ګانو سپېڅلی ځای بلل کیږي.

درېیم برید بیا د بغداد په ختیځ کې په سوني مېشتې سیمې کې وشو، چې اته تنه یې ووژل او ۲۰ نور یې ژوبل کړل. دا بریدونه په روان کال کې په عراق کې تر ټولو زیات خونړي بلل کیږي.

داعش د دغو دریو واړه بریدونو مسولیت منلی دی. سره له دې چې داعش په عراق کې په مخامخ جنګ کې تر ډېره ماتې خوړلې، لا هم د دا ډول خونړیو بریدونو توان لري.

د صدر په ښار ګوټي کې د فبرورۍ په میاشت کې د داعش په یو بل ورته خونړي برید کې لږ تر لږه ۷۳ تنه ووژل شول.

ملګري ملتونه وايي یوازې تېره میاشت اپریل کې په جنګونو او تاوتریخوالي کې په عراق کې ۷۴۱ تنه وژل شوي او ۱۳۷۴ نور ژوبل شوي دي، چې ډېر یې ولسي خلک دي.

XS
SM
MD
LG