د لاس رسي وړ اتصالات

یو ځانمرګي په عراق کې شاوخوا ۳۵ تنه ووژل


برید د شنبې په ورځ په یوې جنازې کې شوی دی
برید د شنبې په ورځ په یوې جنازې کې شوی دی

په عراق کې په یو ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۱۹ کسان ووژل شول. برید په پلازمینه بغداد کې شوی دی چې شاوخوا ۵۰ نور کسان یې هم ژوبل کړي هم دي.

ځینو رسنیو د وژل شویو او ژوبل شویو کسانو شمېر زیات ښودلی دی. چارواکي وايي برید د شنبې په ورځ د عاشورا د مراسمو په ویر کوونکو شوی دی.

یو امنیتي چارواکي وویل چې ځانمرګي د خلکو منځ ته ځان رسولی او بیا یې ځان الوزولی دی.

تراوسه چا د دغه برید مسولیت نه دی اخیستی، خو په تېر وخت کې په عراق کې د اسلامي دولت ډلې، داعش، دا ډول بریدونه کړي او ډېر کله یې شعیه ګان په نښه کړي دي.

دا برید په داسې وخت کې شوی دی چې د عراق ځواکونه په شمال کې د موصل ښار د نیولو لپاره ځانونه چمتو کوي.

د داعش ډلې له ډېر وخت نه دغه ښار په خپل کنترول کې ساتلی دی.

XS
SM
MD
LG