د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه وايي شاید له موصل نه ۱۰۰زره کسان وتښتي


عراق د موصل د نیولو لپاره د لویو عملیاتو اعلان کړی دی
عراق د موصل د نیولو لپاره د لویو عملیاتو اعلان کړی دی

ملګري ملتونه اندېښنه لري چې ۱۰۰زره کسان به د موصل نه سوریې او عراق ته وتښتي.

په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وایي چې د عراق په موصل کې د داعش پر ضد د نویو پیل شویو عملیاتو له کبله به شاید ۱٠۰زره عراقیان د سر د ساتلو لپاره سوریې او ترکیې ته وتښتي.

د عراق حکومت د یکشنبې په ورځ له داعش نه د موصل ښار د بیا نیولو لپاره د لویو عملیاتو د پیلولو اعلان وکړ.

رویټرز د ملګرو ملتونو کډوالو د عالي کمېشنر د مرستیال ستیفن اوبراین له قوله لیکلي چې شاید د موصل په جنګ کې د دغې سیمې د یو میلیون نفوسو له ډلې ۱۰زره خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شي.

موصل د عراق په شمال کې دی او له ډېر وخت نه د داعش له جګړه مارانو سره دی. موصل د داعش ډلې لوی مرکز بلل کیږي.

د کډوالو ادارې د ۶۱ میلیونه نورو ډالرو د مرستې غږ کړی چې بې ځایه شویو او بې ځای کېدونکو کډوالو ته پرې خیمې واخلي، کمپونه جوړ کړي او همدغه راز د ژمي لپاره نور اړین وسایل هم ورته برابر کړي.

د کډوالو ادارې په یوه اعلامیه کې راغلي چې دې ادارې په سوریه کې د شاوخوا ۹۰زره عراقي کډوالو د مېشتولو او هغوی ته د اړینو وسایلو د برابرولو لپاره چمتوالی نیولی دی.

د عراق پوځ او کردي وسله وال به د امریکا د هوايي ځواکونو په مرسته پر موصل بریدونه کوي، چې داعش ترې وشړي.

د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي وویل چې د عراق لوېشت لوېشت ځمکه به له داعش نه پاکوي، خو داسې ښکاري چې دا عملیات به هومره اسانه نه وي. داعش له ۲۰۱۴ کال راهېسې پر موصول واکمن دی.

XS
SM
MD
LG