د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې دوو غبرګو چادونو ۲۵ تنه ووژل


چارواکي وايي په دغو دوو چاودنو کې یې یو ځانمرګی برید و
چارواکي وايي په دغو دوو چاودنو کې یې یو ځانمرګی برید و

په عراق کې چارواکي وایي د شنبې په ورځ په پلازمېنه بغداد کې له خلکو په یو ډک مارکیټ کې دوې غبرګې چاودنې وشوې چې لږ تر لږه ۲۵ تنه یې ووژل.

چارواکي وايي بریدونه السیناق ته څېرمه شوي چې شاوخوا ۵۰ تنه نور په کې ژوبل شوي هم دي. شاید د تلفاتو شمېر زیات شي.

د رویټرز اژانس د عراق د بهرنیو چارو وزارت د یوه چارواکي له خولې لیکلي چې یوه چاودنه ځانمرګی برید و او بله یې ښخ شوی بمب و.

که څه هم تر دې دمه د دغو چاودنو مسولیت چا نه دی منلی، خو په تېر کې دا ډول بریدونه د داعش ډلې کړي دي.

په عراق او په خاص ډول بغداد کې د اکتوبر له میاشتې راهېسې امنیتي تدابیر زیات شوي دي.

له همدغې میاشتې راهېسې عراقي ځواکونو د موصل د بیا نیولو لپاره د داعش د جګړه مارانو پر ضد پوځي عملیات پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG