د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي چارواکي وايي داعش په عراق کې محاصره شوی


امریکايي چارواکي وايي عراقي ځواکونو د شنبې په ماښام موصل ته ورغلې ورستۍ لاره هم نیولې ده
امریکايي چارواکي وايي عراقي ځواکونو د شنبې په ماښام موصل ته ورغلې ورستۍ لاره هم نیولې ده

چارواکي وايي چې د داعش ډله یې د عراق د موصل په ښار کې پوره محاصره کړې ده او دغې ډلې تر واک لاندې ۶۰ په سلو کې سیمه یې نیولې ده.

له داعش سره د نړیوالې مبارزې په چارو کې د امریکا د حکومت ځانګړي استازي برت مک ګورک په بغداد کې خبریالانو ته وویل "د اسلامي دولټ ډله په لومه کې بنده شوې ده".

نوموړي وویل چې د عراق ځواکونو د شنبې په ماښام موصل ته تلونکې وروستۍ لاره هم ونیوله. عراقي ځواکونو تېره میاشت د موصل ډېرې برخې له داعش نه ونیولې او اوس د موصل په لویدیځ کې د دغې ډلې له پاتې جګړه مارانو سره په جنګ دي.

د داعش ډلې دوه کاله موصل په خپل واک کې درلوده، خو د امریکایي ځواکونو په مرستې او ملاتړ عراقي پوځ د ۲۰۱۶ د اکتوبر په میاشت کې د داعش د ځپلو او شړلو عملیات پيل کړل.

نوموړي وویل سره له دې چې په موصل کې پام وړ پرمختګ شوی خو بیا هم جنګ ډېر سخت دی. هغه وايي داعش د ولسي خلکو له کورونو څخه سپر جوړ کړی او عراقي پوځ په همدغو سیمو کې له داعش جګړه مارانو سره په جنګ دي.

هغه هوايي د ایتلاف په هوايي بریدونو کې د داعش ۱۸۰ تنه داعشیان یې وژلي دي. داعش په ۲۰۱۴ کال کې د عراق د موصل ښار ونیوه او قوي مرکزونه یې په کې جوړ کړل.

XS
SM
MD
LG