د لاس رسي وړ اتصالات

د اسلامي دولت د وسله والو پرمختگونه او د نړیوالو اندیښنې


د اسلامي دولت وسله والو په دې نوې ویدیو او انځورونو کې چې د اسلامي دولت وسله والو اې پي او نورو اژانسونو ته لیږلي دي، یو شمیر مخ پټو وسله والو اوه کسان په گونډو کړې دي چې گمان کیږي د سوریې د پوځ سرتیری دي. په ویدیو کې ښکاري چې وسله وال د الرقه ولایت د طبقه هوایي ډگر په نیولو خوښي څرگندوي.

بلخوا د امریکایي خبریال ستیون سکاټلوف چې د اسلامی دولت وسله والو نیولی دی، مور یې د وسله والو مشر ته په یو ویدیویي پیغام کې د خپل زوی د پریښودلو زارۍ کړې دي.

د امریکایي خبریال ستیون سکاټلوف مور شیرلي سکاټلوف ویلي دي، "زه خبره شوي یمه چې اسلام حکم کوي چې هیڅوک د بل چا په گناه محکومیدلی نه شي. ستیون د امریکا د حکومت په اعمالو هیڅ کنترول نلري. هغه یو بې گناه ژورنالست دی. زه په دې هم خبره شوي یمه چې ته، یعني خلیفه بښنه هم کولی شي. زه له تا څخه هیله کوم چې زما زوی خوشې کړې."

د اسلامي دولت وسله والو څو ورځې وړاندې بل امریکایي ژورنالست جیمز فولي وواژه، او اخطار یې ورکړی که متحده ایالات په عراق کې پردوی باندې وسله والو بریدونه ته دوام ورکړې، نو ستوین سکاټلوف به هم ووژني.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ایرنسټ ډیر تفصیل ورنکړ خو وې ویل چې حکومت د هر هغه امریکایي د را خوشي کولو هڅې کوي چې په هغه سیمه کې بندي دی.

همدا شان را خوشي شوی امریکایي خبریال پیتر تاو کرتیس د چهارشنبې په ورځ په لومړي ځل په عام محضر کې راڅرگند شو او له هغو ټولو کسانو یې مننه وکړه چې دده په راخلاصولو کې یې زیار ایستی وو.

خو دده د راخوشي کیدو خوشالي ډیر ژر هغه مهال په اندېښنه بدله شوه چې د ملگرو ملتونو د کمیسیون نوی رپوټ خپور شو. په دې رپوټ کې راغلي دي چې په سوریه کې له بشري حقونو څخه سرغړونه په داسی حال کې مخ په ډیریدو ده چې بهرني وسله وال له اسلامي سخت دریځو سره یو ځای کیږي او دغه ډله ورځ تر بلې قوي کیږي.

د سوریې د پاره د ملگرو ملتونو د نړیوال خپلواک کمیسیون مشر پاولو پینهیرو وویل، "په تیر یو نیم کال کې دا څرگنده شوه، چې اسلامي دولت یو توسعه غوښتونکی ځواک دی. هڅه کوي چې موجود نظام له منځه یوسي او پر انسانیت د خپلې خوښې تعریف ور وتپي، او په دې لړ کې په ملکي خلکو، اقلیتونو، میرمنو او ماشومانو باندې د هغوی له خوانه سخت ظلم روان دی.

ددې کمیسیون د رپوټ تر خپریدو یوه اونۍ وړاندې، د امریکا د دفاع وزیر چک هیگل ویلي وو چې نړیوال امنیت ته د اسلامي دولت د سخت دریځو له خوا پیښ شوی گواښ ساری نلري.

دا مو هم ښایي خوښ شي

XS
SM
MD
LG