د لاس رسي وړ اتصالات

د اسلامي دولت جنګیالیو پر یزیدي ښځو جنسي تیري کړي


د بشري حقونو د څار سازمان وايي اسلامي دولت جنګیالیو د یزیديانو نیول شوي ښځې خرڅې کړي او یا یې خپلو جنګیالیو ته واده کړي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان وايي اسلامي دولت جنګیالیو د یزیديانو نیول شوي ښځې خرڅې کړي او یا یې خپلو جنګیالیو ته واده کړي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي د اسلامي دولت جنګیالیو په عراق کې د یزیدي اقلیت پر ښځو په سیستماتیک او منظم ډول جنسي تېري کړي دي.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ په خپل تازه راپورکې په تېرو لسو میاشتو کې د اسلامي دولت پر ډلې د ادعا شویو جنګي جرایمو په اړه جزییات خپاره کړل.

راپور وايي د اسلامي دولت ډلې، د سنجیار د غرنۍ سیمې د محاصره کولو له لارې زرګونه یزیدیان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ ویستلي، زرګونه نور یرغمل کړي او ډېر نور یې وژلي دي.

دغې ډلې د یزیدیانو ښځې او ماشومان له خپلو کورنیو جلا کړي او نورو سیمو ته یې انتقال کړي دي، ښځې یې سوریې او د عراق نورو برخو ته وړي او هلته یې پر نورو خلکو یا پلورلي او یا خپلو جګړه مارانو ته واده کړي دي.

د بشري حقونو د څار ډلې د هغو ۱۰۰۰ یزیدي ښځو له ډلې څخه یې د ۲۰ سره مرکې کړي دي، چې کردي چارواکو په خبره د اسلامي دولت د ډلې د کنترول له سیمې څخه تښتېدلي دي.

ښځو غوښتل چې خپلې سینې پرې کړو

له کومو ښځو سره چې مرکې شوي دوی ویلي چې " پر ښځو په سیستماتیک او منظیم ډول جنسي تېري کېدل " او هغو ښځو ته به د وهلو او ډبولو ګواښ کېده چې دغه کار ته به یې غاړه نه اېښوده.

یو شمېر هغو مېرمنو چې، جنسي تېري پرې نه دي شوي، د بشري حقونو سازمان ته ویلي چې پر نورو ښځو یې جنسي تېري په خپلو سترګو لیدلي او دا چې هره شېبه به یې فکر کاوه چې بل وار به د دوی نوبت وي،.

راپور وايي دغه ښځې اوس په " رواني ناروغیو اخته دي."

د بشري حقونو د څار ډله وايي ډېرو ښځو او نجونو ورته ویلي دي چې دوی په وار وار د خپلو سینو د پرې کولو او د ځانونو د وژلو هڅې کړي چې د اسلامي دولت د ډلې له شر نه خلاصې شي.

د بشري حقونو د څار سازمان د اسلامي دولت پر ډلې غږ کړی چې ولسي نیول شوي خلک دې پرېږدي، له ښځو سره اجباري ودونه، جنسي تېري او پر ښځو نور زور زیاتی ودروي.

دغه سازمان همدغه راز د هغو ښځو روغتیايي حالت ته د ډېرې پاملرنې غږ کړی چې د جنګیالیو د کنترول له سیمې تښتېدلي او پر نورو ښځو یې زور زیاتی په خپلو سترګو لیدلی دی.

د اسلامي دولت د ډلې نور پرمختګ

د عراق په انبار ولایت کې چارواکي او عیني شاهدان وايي چې د اسلامي دولت جنګیالیو د چهارشنبې په ورځ دغلته ځینې نورې سیمې هم نیولي دي.

دغې ډلې سهار بریدونه پيل کړل او د رمادي د ختیځ په څو کیلو مېترۍ کې یې د البو غنیم سیمه ونیوله.

د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي تېره اونۍ وویل چې د تکریت له ښار نه د اسلامي دولت د جنګیالیو له شړلو وروسته به، د دوی ټول پام له دغې ډلې نه د انبار د ولایت په بېرته نیولو ورټول وي.

نوموړي د سه شبنې په ورځ په واشنګټن کې له ولسمشر اوباما سره ولیدل چې په روانې جګړې کې ترې د نورو مرستو غوښتنه وکړي.

ښاغلي اوباما له عراق سره د ۲۰۵ میلیونه ډالرو د مرستو اعلان وکړ چې په بشري برخو کې به ولګول شي، خو په ښکاره یې د پوځي مرستو د کومې همکارۍ اعلان ونکړ.

امریکا د خپلو ایتلافیانو په مرسته، په سوریې او عراق کې د اسلامي دولت پر جنګیالیو د هوايي علمیاتو او بریدونو مشري کوي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG