د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو په عراق کې ۲۶ قطري ښکاریان وتښتول


د۲۶ قطري ښکاریانو تښتوونه په عراق کې د خپل ډول لویه پېښه ده.
د۲۶ قطري ښکاریانو تښتوونه په عراق کې د خپل ډول لویه پېښه ده.

د قطر د بهرنیو چارو وزرات وایي د عراق له حکومت سره یې تماس نیولی چې په ګډه او خوندي ډول قطري تښتول شوي ښکاریان خوشي شي.

د قطر دولتي اژنس کیو ان ای وايي چې دغه قطري ښکاریان د عراق د کورنیو چارو وزارت په اجازې سره هغه هېواد ته تللي وو.

اژانس وايي چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت له خپل عراقي سیال سره په دې اړه خبرې هم کړي دي.

د عراق په مثنی ایالت کې چې دغه ښکاریان په کې تښتول شوي، د پولیسو یو چارواکي وویل " نامعلومه کسانو د سهار په دریو بجو( سیمه ییز وخت)د قطر ۲۶ ښکاریان وتښتول. تښتوونکي په لسګونو پیک اپ ګاډو کې راغلي وو او ښکاریان يې وتښتول".

دا په عراق کې په ډېر شمېر کې د بهرنیانو د تښتولو دویمه پېښه ده.

دوو نورو چارواکو د اسوشیټټ پرس ته وویل چې په تښتول شویو کسانو کې د قطر د واکمنې کورنۍ ځیني غړي هم شته، خو د چا نوم یې وانخیست.

قطري چارواکو تر اوسه دغه پېښه تاید کړې نده او نه یې هم په اړه کومه تبصره کړې ده.

د خلیج د شتمنو هېوادونو بډایه خلک د ښکار لپاره پاکستان، افغانستان، عراق او ځيني نورو هېوادونو ته د ښکار لپاره ورځي.

دغه ښکاریان په باز باندې بېلابېل مارغان نیسي چې په کې داسې مارغان او ژوی هم شامل دي چې هغوی يې په خپلو هېوادونو نشي ښکار کولی.

په عراق او په خاص ډول د دغه هېواد په شیعه میشتو سویلي سیمو کې په سوریې کې د خلیج هېوادونو د رول په اړه نظریات ډېر منفي دي.

د دغو ۲۶ قطري ښکاریانو له تښتونې شاوخوا درې میاشتې وړاندې، یوې بلې ډلې په بغداد کې د ترګیې د بیارغونې د یو شرکت ۱۸ کسان تښتولي وو، چې وروستته بیا ټول خوشې شول.

XS
SM
MD
LG