د لاس رسي وړ اتصالات

د رمادي د ازادولو بوږنونکې بیه


د عراقي ځواکونو او داعش ترمنځ د جگړې وروسته د رمادي ښار د ورانیو او ویجاړیو گیوه څنډه.
د عراقي ځواکونو او داعش ترمنځ د جگړې وروسته د رمادي ښار د ورانیو او ویجاړیو گیوه څنډه.

د اسوشیتیدپرس اژانس وایي، عراقي ځواکونو د امریکا د متحده ایالاتو پر مشرۍ د ایتلافي قواو په هوایي ملاتړ د داعش د سخت دریځو په وړاندې له ترخې جگړې وروسته چې اته میاشتې – د ٢٠١٥ کال د می څخه د ٢٠١٦ کال تر جنورۍ پورې - یې دوام وکړ د رمادي ښار د داعش د ډلې له منگلگ وویست، خو په څه بیعه؟ د ښار بشپړه ورانیدل.

د رمادي ښار د اوسیدو ساحې او زیربناوی چې یو وخت په کې څه دپاسه یو میلیون کسان اوسیدل له جومات څخه نیولی تر ښوونځیو، پلورنځیو، پارکونو، سړکونو او دولتي ودانیو پورې ټول په کنډوالې بدل شوي دي.

د رومادي د ورانیو پراخوالی تر بل هر ښار څخه زیات دی چې عراقي ځواکونه په کې د جهادي ډلو پر ضد جنگیدلي دي. د ملگرو ملتونو د یوې سپوږمکۍ څخه اخیستل شوي تصویرونه په ډاگه کوي چې څه دپاسه ٥٧٠٠ ودانۍ، نژدې ۴۰۰ واټونه او پلونه په رمادي کې نړیدلي او یاهم په بشپړه توگه په کنډواله اوښتي دي.

د رمادي ښار اوسیدونکي ښار ته له بیرته ورتگ څخه منع شوي دي، ځکه چې داعشیانو په زرگونو ودانیو کې مایونه ایښي دي.
د رمادي ښار اوسیدونکي ښار ته له بیرته ورتگ څخه منع شوي دي، ځکه چې داعشیانو په زرگونو ودانیو کې مایونه ایښي دي.

ددې جبهې انساني تلفات هم خورا زیات وو. یواځې ٨٠٠ ملکي کسان د نښتو، هوایي بریدونو او یا هم د داعش د سخت دریځو له لورې د اعدامونو او سرغوڅونو په نتیجه کې له منځه تللي دي.

د رمادي ښار په اکثرو برخو کې د ژوند یواځنۍ نښې نښانې پوځي پوستې دي او بس. د رمادي ښار په ورانو او نیمه ویجاړو سړکونو باندې موټرې په سختۍ سره د زرگونو ودانیو د ډبرو او ویجاړو له منځه تیریږي.

ددې ویجاړیو اصلي عامل د داعش له لورې په اکثرو ودانیو کې د بمونو ایښول او منفجر کول دي په ځانگړې توگه ددې ښار د پرزیدلو پر وخت او همداشان د عراقي او د امریکا په مشرۍ اتیلافي ځواکونو د بمباریو له وجې دي.

پوځي پوستې د رمادي ښار په ورانو شویو برخو کې د ژوند یواځنې نښې نښانې دي
پوځي پوستې د رمادي ښار په ورانو شویو برخو کې د ژوند یواځنې نښې نښانې دي

د عراق د وسله والو ځواکونو د ترهگرۍ ضد قطعې منصبدار محمد حسین، لومړی شخص چې دغه ښار ته ننوتی زیاتې ورانۍ د داعش کار بولي. هغه د اسوشتیدپرس اژانس سره په خبرو کې وویل چې "[داعشیانو] ویجاړې پریښودي دي. له دغو ویجاړو سره څه نه شي کیدای."

د ورنیو عمده دلیل دا و چې د داعش جنگیالیو د رمادي د اوسیدنې ځایونه او ودانۍ په سنگرونو او قرارگاو بدلې کړې وې او د امریکا پر مشرۍ ایتلاف او عراقي سرتیرو هم د اته میاشتو په ترڅ کې څه دپاسه ٦٠٠ بمونه ددې ډلې پر مرچلو وورول. هوایي بریدونو د داعش جنگیالي له منځه یوړل، خو اکثر دغه دوانۍ یې په خاورو بدلې کړې.

د جگړې په انستیتوت کې د عراق د چارو څیړونکی پتریک مارتین د اسوشیتدپرس اژانس ته ویلي دي چې د داعش جنگیالیو له ښار څخه د تیښتې پر وخت پلونه، بندونه او بنسټیزې ودانۍ ورانې او ویجاړې کړي دي او په قصدي توگه یې دغه ښار په یوه ویجاړه بدل کړ.

د رمادي په اته میاشتنۍ جگړه کې ٨٠٠ غیر پوځي کسان وژل شوي دي
د رمادي په اته میاشتنۍ جگړه کې ٨٠٠ غیر پوځي کسان وژل شوي دي

اوس د امریکا پر مشرۍ ائتلاف او عراقي مقامات د رومادي ښار د ورانیو په لیدلو سره خپل جنگي کړنلاره بدله کړې او په ښاري سیمو کې یې هوایي بریدونو خورا راکم کړي دي او عراقي سرتیرو ته یې د بمونو او چاودیدونکو توکیو د خنثا کولو زده کړې ورکول کیږي. د کارپوهانو په اند دغه تگلاره د د داعش څخه د عراق د دوهم ستر ښار موصل د بیرته نیولو لپاره چې څه دپاسه یونیم میلیون نفوس لري عمده گڼل کیږي.

کچیرې داسې وي چې د موصل ښار په نیولو سره دغه ښار هم د رمادي په څیر په کنډواله بدل شي، نو دغه بریالیتوب به ښایي د سلگونو او زرگونو کسانو د مړینې، ستر بشري ناورین او د میلیاردونو ډالرو په زیان ترلاسه شي.

XS
SM
MD
LG