د لاس رسي وړ اتصالات

د رمادي د بیرته نیولو دپاره نړیوالې هڅې


عراقي پوځ او پولیس د شیعه ملیشو سره یو ځای شوي څو رمادي د اسلامي دولت د ډلې څخه بیرته ونیسي.
عراقي پوځ او پولیس د شیعه ملیشو سره یو ځای شوي څو رمادي د اسلامي دولت د ډلې څخه بیرته ونیسي.

عراقي پوځ او پولیس د رامادی ختیځ پلو د شیعه ملیشو سره یو ځای شوي څو دا ښار د اسلامي دولت د ډلې څخه بیرته ونیسي.

د عراق پوځ پرون، د دوشنبې په ورځ، د رمادي په لور ددې ماموریت دپاره حرکت وکړ چې دا ستراتیژیک ښار د اسلامی دولت د ډلې له جنگیالیو څخه بیرته ونیسی. په وروستیو ویدیوگانو کې پوځ د احسیبه ال شرقیه له ولسوالۍ څخه چې د رمادي څخه اوه کیلومتره ختیځ خوا ته پروت دی، د تیریدو په حال کې وښودل شو.

د اسلامي دولت د ډلې عملیاتي سیمې
د اسلامي دولت د ډلې عملیاتي سیمې

د یوه قومي مشر له قوله ویل شوي چې عراقې پوځ او ملگرو سني قومی جنگیالیو پر هغه ښار باندی چې د اسلامی دولت د ډلې له خوا د الانبار لویدیځ ته پرتو د نیولو شویو ښارونو په منځ کې موقعیت لري د تندلارو د نویو بریدونو مخه ونیوله.

شیخ رفیع ال فهدوي وایي، تندلارو د شپې د دولسو بجو نه مخکې یو برید پیل کړ څو د خالدیه په نوم ښار چې د فالوجه او رامادي د مرکز تر منځ موقعیت لري ونیسی خو دوی یې مخه ونیوله. هغه وویل پدې جگړو کې کوم پوځی او یا هم قومی جنگیالیو ته زیان ندی رسیدلای.

عراقي پوځ او پولیس د رامادی ختیځ پلو د شیعه ملیشو سره یو ځای شوي
عراقي پوځ او پولیس د رامادی ختیځ پلو د شیعه ملیشو سره یو ځای شوي

د رمادي له لاسه وتل د عراق د پوځي ځواکونو دپاره لویه ناکامي ده چې د امریکا له خوا د هوایي بمباریو د ملاتړ سره سره د ا سلامي دولت د ډلې د جنگیالیو په راتگ سره له سیمې وتښتیدل.

سپینه ماڼۍ او د متحده ایالاتو د بهرنیو چار ووزارت ژمنه کوي چې عراقیانو سره به د رامادي د ښار په بیرته نیولو کې چې اوس د اسلامی دولت د ډلی تر کنترول لاندې دی، مرسته وکړي. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جیف کارتي پدې اړه داسې غبرگون وښود، «زه نه غواړم ووایم چې امید نشته. خو حالات وایي چې دا ټول به اوږد وخت وغواړي آو حالات به ښه نه وي. مونږ باید دې شیعه ډلو سره په گډه کار وکړو یعنی د تنظیم دپاره یې لارې وسنجول شي

تیر ځل د عراقي پوځ او شیعه ملیشو گډې هڅې کامیابه وې.
تیر ځل د عراقي پوځ او شیعه ملیشو گډې هڅې کامیابه وې.

سپینه مانۍ وایي جمهور رئیس اوباما ته په رمادی کې د حالاتو په اړه وار په وار نوي معلومات رسوي. د سپېنې ماڼۍ ویاند، ایریک شولتز، د عراقي پوځیانو سره د ملاتړ ژمنی بیا هم داسې تکرار کړې، «ائتلافي ځواکونو د یکشنبې راهیسی د ښار په نښه شویو سیمو کې اته ځلی هوایي بمبارۍ کړي چې په تیرو دریو اونیو کې د ټول ټال هوایي بریدونو شمیر دو دیرشو ته رسي.»

د امریکا د لوی درستیزانو مشر جنرال مارتین دیمسي په رمادي کې د اسلامي دولت د ډلې دا لاسته راوړنه د سیمې د خلکو دپاره هغه جدي شکست بولي چې وایي د اوږدې مودې دپاره به ترې رنځ وگالي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي پدې مرستو کې به هوایي بریدونه او پوځي مشورې شاملې وي. «مونږ د اسلامي دولت د ډلې پر ټولو مخالفو ډلو او خواو، عراقی اردو پولیسو، پیشمرگه ځواک، سیمه اییزو مشرانو او ډلو غږ کوو چې پدې هڅو کې دې مونږ سره یو شي.»

Iraqi troop
Iraqi troop

د رمادي دنیولو دپاره د اسلامي دولت د ډلې د هڅو او په سیمه کې د قومي مشرانو او سیمه اییزو چارواکو د غوښتنو پر بنسټ د عراق صدراعظم حیدرالعبادي دیته اړ شو چې شیعه ملیشو ته امر وکړي چې دغه نا آرام سني ولایت ته د پوځیانو د ملاتړ دپاره ورشي.

د رمادي په اړه وروستۍ ویدیوگانې ددې ښار د ویجاړیدو ترخه کیسه هم بیانوي چې د وروستیو جنگونو نه وروسته د اسلامي دولت د ډلې لاس ته ور ولوید. دا د عراق په شمال کې د اسلامی دولت د ډلې دپاره لویه بریا گڼل کیږي.

ملگري ملتونه اټکل کوي چې ددې جنگونو له کبله اته زره کورنۍ بی ځایه شوې دي.

XS
SM
MD
LG