د لاس رسي وړ اتصالات

عراقيان: کوم هېواد کې د پناه اخیستو نیت نلرو


په عکس کې هغه عراقیان دي چې په ۲۰۱۴ کال جون کې د داعش له ویرې د موصل ښار نه کردستان ته وتښتیدل.
په عکس کې هغه عراقیان دي چې په ۲۰۱۴ کال جون کې د داعش له ویرې د موصل ښار نه کردستان ته وتښتیدل.

دغې کورنۍ هغه مهال د پلازمېنې پنوم پن د خوراکونو په تود بازار کې شهرت پیدا کړ چې د ښار اوسیدونکو لپاره ېې د "منځني ختیځ خوند" په نامه یو رستورانت جوړ کړ.

هاشم فرحام له خپلې میرمنې او پنځه زامنو سره په ۲۰۱۴ کال کې د فلوجې له ښار څخه چې د عراقي پوځیانو او داعش جنګیالیو د نښتو ډګر و، ووته.

هاشم چې پخپل ټاټوبي عراق کې د پښ په توګه کار کاوه، اوس په کمبودیا کې د داسې یو رستورانت مالک دی چې هره ورځ ورته لسګونه مشتریان راځي. د نوي ژوند په پیل کولو کې مې ستونزه نه ده لیدلې. دلته په کمبودیا کې دا کاروبار کول آسان دي."

له هغه ځایه چې فرحام رستورانت چلوي، نو کورنۍ ېې په کمبودیا کې د سوداګرۍ د ویزې له مخې اوسیږي. نوموړی کډوالۍ سره اړوندو محدودیتونو ته پام وایي چې هیڅکله ېې ندي غوښتي د کډوال په توګه کوم هېواد ته لاړ شي. "مونږ د یوې سوداګرې کورنۍ په توګه دلته ژوند کوو. دا زمونږ کاروبار دی. دلته د کډوالو په څیر اوسیدل ګران دي."

د هغو شمېرو له مخې چې د ژغورنې د نړیوالې کمېټې لخوا ورکړل شوي، یواځې د روان میلادي کال د جنورۍ میاشتې په لومړیو دریو اوونیو کې ۳۶۰۰۰ تنو په شاوخوا کې کډوال د اروپا خاورې ته رسیدلي دي.

په داسې حال کې چې د نړۍ هېوادونه له شخړو او اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، کډوال د ښه ژوند په لټه نورو ځایونو ته تښتي. دغه کسان چې تر ډیره د سوريې، عراق، سوډان، اریتریا او نورو داسې لانجمنو سیمو اوسیدونکي دي د همدغسي فکرونو سره خپلې مېنې پریږدي.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG